لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لوړو حوصلو پشتنې میرمنې چې گام په گام عزت د پامه نه غورځوي


لکه د نوبل انعام گټونکې ملاله یوسفزۍ په رنگ کومې زنانه چې د زنانه ؤ د تعلیم او حقوقو د پاره ودریږي او غږ پورته کوي، د سختیو او مشکلاتو سره مخ کیږي
لکه د نوبل انعام گټونکې ملاله یوسفزۍ په رنگ کومې زنانه چې د زنانه ؤ د تعلیم او حقوقو د پاره ودریږي او غږ پورته کوي، د سختیو او مشکلاتو سره مخ کیږي

میرمنو د اقتصادي او سماجي سوکالۍ په اړه د ملگرو ملتونو د زنانه ؤ اداره یو این ویمن وايي کور نه بهر د کارروزگار په شعبه کې په نړي واله کچه د زنانه ؤ د برخه اخیستلو رفتار د جمود ښکار ده.

د کال ٢٠١٥ او ٢٠١٦ دپاره د ادارې یو رپورټ وايي په تیرو ٢٥ کلونو کې د کار کسب په ځایونو کې د نارینه او زنانه په تناسب کې څه فرق نه دی راغلی او په څلورو کې درې برخې سړي په روزگار دي خو ددې په مقابله کې زنانه د څلورمې برخې نیمه حصه په کار ده.

پاکستان او په خصوصي توگه د پښتنو په سیمو کې هم د ښځو او سړو د کار روزگار په تناسب کې لوې خلیج موجود دی. ماهرین وايي د تعلیم ټیټه کچه، غرب، سماجي او معاشرتي رويي د زنانه ؤ په روزگار کې د کموالي لوې علتونه دي.

لکه د نوبل انعام گټونکې ملاله یوسفزۍ په رنگ کومې زنانه چې د زنانه ؤ د تعلیم حقوقو د پاره ودریږي او غږ پورته کوي، د سختیو او مشکلاتو سره مخ کیږي.

د زنانه ؤ د کار روزگار په اړه د یو این ویمن، یونیسکو او د صحافیانو د حقوقو نړې والې ادارې انټرنیشنل فیډریشن اف جرنلسټس سره په شریکا براعظم ایشیا کې د زنانه صحافیانو د کار حالاتو ته کتنه کړې ده. رپورټ وايي د صحافت په میدان کې هم پاکستانۍ میرمنې د سختو حالاتو سره مخ دي او د کمو تنخاگانو سره سره د نور امتیازي سلوک سره مخ دي.

پیښور کې د اب تک ټي وي سره کارکونکې میرمنه صحافي فوزیه زیب وايي کور نه د راوتلو نه را واخلي تر خپلې دندې ترسره کولو پورې په هر گام د منفي سماجي او معاشرتي رویو سره مخ کیږي.

د وي او ای ډیوه د روانو چارو پروگرام هیلو وي او ای کې د زنانه صحافیانو کار د حالاتو په اړه خبرو کې میرمن فوزیه وویل د مشکلاتو باوجود هم هغې حوصله نه ده بیللي او صحافت يي نه دی پریښودی. هغه وايي پکار ده چې نورې زنانه هم دې میدان ته راشي چې دا رنگ دا تاثر ختم شي چې زنانه لکه ژوند د نورو شعبو په صحافت کې کار نشې کولی.

د صحت د خیر ښیگړې په مد کې یوه پښتنه میرمن وايي په هر پړاؤ د مشکلو رویو سره مخ کیږي او په گام گام ورته د خپل عزت پام ساتل وي. خو ماهرن وايي د خپل عزت ساتلو او په جنسي توگه د ویرې سره مخ کیدو نه زنانه ځان محفوظ ساتلی شي خو که خاموشي اختیار نه کړي او د موجوده قوانینو نه ځان خبر کړي.

د وي او ای ډیوه خبریال ارشد مومند د یوې داسې زنانه سره خبرې کړې چې د روزگار په ځائې کې خپل مشکلات بیانوي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG