لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان - اسټريليا ته په لمړي ټېسټ کې په ۲۲۱ رنزونو ماتې ورکړه


ددغې ميچ تر ټولو خاص خبره دا ده ، چې پکې يونس خان دوه سنچريانې جوړې کړې ، او د کيرئير ۲۶ سنچرۍ يي مکملې کړي
ددغې ميچ تر ټولو خاص خبره دا ده ، چې پکې يونس خان دوه سنچريانې جوړې کړې ، او د کيرئير ۲۶ سنچرۍ يي مکملې کړي

د دوبۍ په نړيوال لوبغالي کې د پاکستان او اسټريليا کرکټ لوبډلوترمينځ د دوه ټېسټ مېچونو د سيريز په لمړي مېچ کې پاکستان په ۲۲۱ رنزونو اسټريليا ته ماتې ورکړه . د پاکستان د کرکټ ټيم پخوانی کپتان يونس خان په دواړو اننگزونو کې په سنچريانو جوړولو د مېچ غوره لوبغاړی وگرځول شو .

نن د اتوار په ورځ د پاکستان او اسټريليا ترمينځ د ټېسټ مېچ په اخرنۍ ورځ اسټريليا ته د گټې دپاره ۳۷۹ رنزونه پکار وو ، او شپږ وکټې ورسره په ځايي وې .

خو د پاکستان اسپنرانو په خصوصي توگه ياسرشاه او ذوالفقار بابر د غوره باؤلنگ مظاهره وکړه ، او د پاکستان په گټه کې يي مهم کردار ادا کړو .

د پاکستان لخوا اسپنر باؤلر ياسرشاه چې د خپل نړيوال کرکټ لومړی ټېسټ مېچ يي کولو ، په دوهم اننگز کې يي څلور وکټې واخستې ، او په لمړي اننگز کې يي درې لوبغاړي اؤټ کړي وو ، نوموړي په ټول مېچ کې په ۱۱۶ رنزونو ورکولو سره په اووه وکټو ترلاسه کولو کې کامياب شو .

دغه رنگ ذوالفقار بابر هم په دغې مېچ کې په اووه وکټو اخستو کې بريالی شو .

پاکستان په خپل لمړي اننگز کې په ټولو لوبغاړو سوځېدو چې پکې يونس خان او سرفراز احمد سنچريانې (سل ، سل ) رنزونه جوړ کړي ، ټول ۴۵۴ رنزونه جوړ کړي وو .

اسټريليا د پاکستان د لمړي اننگز په ځواب کې په ټولو لوبغاړو سوځېدو ۳۰۳ رنزونه جوړ کړي وو ، او پاکستان ته د ۱۵۱ رنزونو ليډ حاصل ؤ .

په دوهم اننگز کې د پاکستان يونس خان ۱۰۳ رنزونه او احمدشهزاد ۱۳۱ رنزونه جوړ کړل ، او د دوه لوبغاړو په سوځېدو اننگز په ۲۸۶ رنزونو ختم کړی شو . او اسټريليا ته د ۴۳۷ هدف ورکړی شو .

د اسټريليا په دوهم اننگز کې سمتهـ ۵۵ او جونسن ۶۱ رنزونه جوړ کړل ، او پوره ټيم يي ۲۱۶ رنزونو اؤټ شو ، او مېچ يي په ۲۲۱ رنزونو اوبائيلو .

ددغې ميچ تر ټولو خاص خبره دا ده ، چې پکې يونس خان دوه سنچريانې جوړې کړې ، او د کيرئير ۲۶ سنچرۍ يي مکملې کړي ، او د پاکستان د ټيم د پخوانې کپتان انضمام الحق ريکارډ يي مات کړو ، اؤ هغه اوس دپاکستان له لوري تر ټولو دزياتو سنچرو جوړو اعزاز لرونکى لوبغاړى جوړ شو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG