لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واهگه کې د وژل شوو کسانو شمیره ٦٠ ته رسیدلې


د پاکستاني مطبوعاتي رپورټونو ترمخه رینجرز ځواکونو دغه دستوره د پرونۍ پیښې باوجود هم د گل په ورځ سر ته ورسوله او د دستورې د نندارې دپاره په گڼه شمیره کې خلک موجود وو
د پاکستاني مطبوعاتي رپورټونو ترمخه رینجرز ځواکونو دغه دستوره د پرونۍ پیښې باوجود هم د گل په ورځ سر ته ورسوله او د دستورې د نندارې دپاره په گڼه شمیره کې خلک موجود وو

د هندوستان په پوله د پاکستان سرحدي ښار واهگه کې د اتوار په ورځ شوي ځانمرگي بم چاودنه کې د وژل شوو شمیره ٦٠ ته رسیدلې ده. شا او خوا ١٠٠ پورې نور کسان زخمیان دي.

پیښه کې د اتوار په ورځ د وژل شوو کسانو شمیره د ٥٠ نه زیاته ښودلی کیده خو ځېنې زخمیانو هسپتالونون کې د ساه ورکولو په نتیجه کې د مړو شمیره ٦٠ ؤ ته رسیدلې ده.

واهگه د پاکستان او هندوستان ترمنځ د مزکې تر ټولو لویه لاره ده او پاکستاني مطبوعات وايي د اتوار د ورځې د خونړۍ پیښې په نتېجه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مزکې د لارې تجارت بند شوی دی.

د اتوار په ورځ واهگه کې ځانمرگي حمله په داسې حال شوي چې په گڼه شمیره کې خلک په پوله د پاکستاني بیرغ کښته کیدو دستورې نه بیرته تلل.

د پاکستاني مطبوعاتي رپورټونو ترمخه رینجرز ځواکونو دغه دستوره د پرونۍ پیښې باوجود هم د گل په ورځ سر ته ورسوله او د دستورې د نندارې دپاره په گڼه شمیره کې خلک موجود وو.

د پاکستان ډان ورځپاڼه دا هم وايي د اتوار د ورځ د واقعې د ځائې نه د لټون کاروائي په نتیجه کې چاؤدیدونکې مواد او ځانمرگي جیکټ ترلاسه شوی دی. رپورټ وايي جیکټ امنیتي ځواکونو ناکاره کړو.

د ډان خبر دا هم وايی استخباراتي ادارو واهگه کې د پیښې د ځائې سره د یو مشکوک کس د موجودگۍ په هکله اطلاع امنیتي ځواکونو ته ورکړې وه.

جندالله او جماعت الحرار نومې تنظیمونو د واهگه د حملې پړه په غاړه اخیستې ده.

وزیراعظم نواز شریف د پښې غندنه کړې او خپل یو بیان کې يي ویلي ترهگر په اولس ویرولو ته نه پریږدي. هغه وویل حمله شمالي وزیرستان کې روان د ضرب عضب اپریشن ردعمل دی خو دغه کاروائي به د ترهگرو ختمولو پورې ته ودرول کیږي.

پاکستان کې د امریکې سفیر رچرډ اولسن هم د پېښې غندنه کړې ده او په دې کې د وژل شوو خلکو کورنیو او پاکستاني حکومت سره يي د غمرازۍ او خوا ښوگۍ څرگندونه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG