لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټوئنټي ورلډکپ : پاکستان ـ بنگله دېش ته د ۱۹۱ رنزونو هدف ورکړو


د پاکستان په بېټسمينانو کې زيات رنزونه احمد شهزاد په ۶۲ بالونو ۱۱۱ رنزونه جوړل کړل
د پاکستان په بېټسمينانو کې زيات رنزونه احمد شهزاد په ۶۲ بالونو ۱۱۱ رنزونه جوړل کړل
بنگله دېش کې روان ټي ټوئنټي ورلډکپ کې پاکستان ـ بنگله دېش ته د ۱۹۱ رنزونو هدف ورکړو ، نن د اتوار په ورځ ډهاکه ښار کې د روان مېچ ټاس د پاکستان کرکټ ټيم وگټو او خپله يې د بيټنگ فېصله وکړه او د پينځه لوبغاړو په سوزيدو يې ۱۹۰ رنزونه جوړ کړل .
د پاکستان په بېټسمينانو کې زيات رنزونه احمد شهزاد په ۶۲ بالونو ۱۱۱ رنزونه جوړل کړل ، پاتې نورو لوبغاړو کې شعيب ملک په ۲۳ بالونو ۲۶ او شاهد افريدي په ۹ بالونو ۲۲ رنزونه جوړ کړل .
د پاکستان وړومبي درې بېټسمېنان کامران اکمل په ۹ رنزونو ، محمد حفيظ په ۸ او عمراکمل په 0 باندې اؤټ شوی دی .

د بنگله دېش عبدالرزاق دوه وکټې او نورو درې باؤلرانو يو يو وکټ واخستو .
د پاکستان په ټيم کې نن د باؤلر بلاول بهټي په ځايې سهيل تنوير شامل کړی شوی دی ، او بنگله دېش هم په خپل ټيم کې يو لوبغاړی بدل کړی دی .

پاکستان په روان ټي ۲۰ ورلډکپ کې په گروپ ټو کې له دې وړاندې دوه مېچونه کړي ، په يو کې يې د هند نه ماتې خوړلې او په بل مېچ يې د اسټريليا نه گټلی دی .
هند په گروپ ټو کې درې مېچونه گټلي او سيمي فائنل ته په رسېدو کې کامياب شوی دی .
د پاکستاني ټيم سيمي فائنل مېچ ته د رسېدو دپاره نن د بنگله دېش او بيا په بل مېچ کې وسټ انډيز ته ماتې ورکول ضروري دي . د ويسټ انډيز سره به د پاکستان مېچ د نهې په ورځ کيږي .
بنگله دېش له دې وړاندې د وسټ انډيز او هند دواړو نه مېچونه بائيللي دي . او که ننی مېچ بائلي نو د ورلډکپ د ټورنامنټ نه به بهر شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG