لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر شکیل افریدي او هغه د مقدمې غیریقیني آئنده


تیره میاشت د ډاکټر شکیل افریدي پخوانی وکیل سمیع الله افریدي پیښور کې ووژل شو. طالبانو د هغه د وژنې ذمه واري په غاړه اخیستې
تیره میاشت د ډاکټر شکیل افریدي پخوانی وکیل سمیع الله افریدي پیښور کې ووژل شو. طالبانو د هغه د وژنې ذمه واري په غاړه اخیستې

څلور کاله وړاندې د القاعده مشر اوسامه بن لادن ایبټ آباد کې د پاکستان فوج د تربیتي مرکز کاکول سره نزدې د خصوصي امریکائي ځواکونو په کاروائي کې ووژل شو.

پاکستاني چارواکو د خیبر ایجنسۍ سره تعلق لرونکی ډاکټر شکیل افریدي په دې الزام ونیولو چې بن لادن په لټون کې يي د امریکائي استخباراتي ادارې سې ايي ای سره يي په غیرقانوني توگه مرسته کړې وه.

د نیول کیدو ورسته، ډاکټر شکیل افریدي ته د یو غیرقانونه گرځول شوي وسله تنظیم لښکر اسلام سره د تعلق د مبینه تعلق په الزام د ٣٣ کلونو سزا ورکړی شوه. ډاکټر شکیل افریدي د سزا خلاف اپیل داخل کړی خو لا تراوسه پرې څه کاروائي نه ده شوي.

د ډاکټر شکیل افریدي یو وکیل لطیف افریدي وايی کال ٢٠١٢ راهسې ډاکټر شکیل سره نه خو د هغه کورنۍ او نه د هغه وکیل ته هغه سره د لیدو اجازت ورکړی شوی دی. لطیف افریدي وايي د ډاکټر شکیل افریدي د سزا خلاف د هغه اپیل اوریدو دپاره فاټا ټرائبیول تراوسه نه دی جوړ کړی شوي او د هغه وکیلانو ته هیڅ معلومات نه دي ورکړی شوي چې گنې دا به کله قائمولی شي.

په دې اړې نور تفصیل پیښور نه د وي او ای ډیوه خبریال مدثرشاه رپورټ کې اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG