لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا قامي بجټ به قبایلي سیمو کې بیعې ټیټې کړي؟


د قبایلی سیمو په ځینې لارو باندې په لوې مقدار کې څاروی او غوښه افغانستان ته په غیر قانوني طریقه وړل کیږي چې له امله یی دلته اکثره کمښت وی اوبیعې یی لوړې شی
د قبایلی سیمو په ځینې لارو باندې په لوې مقدار کې څاروی او غوښه افغانستان ته په غیر قانوني طریقه وړل کیږي چې له امله یی دلته اکثره کمښت وی اوبیعې یی لوړې شی
د پاکستان د قامی بجټ ۲۰۱۴-۱۵ د اعلان کیدو په ورځ د قبایلی سیمې خیبر ایجنسې په لواړګی بازار کې غټه غوښه سیر په ۳۴۰ روپې، آلو سیر په ۷۰ روپې او شنې چایې سیر په ۶۰۰ روپې وو.
دغه بیعې د لواړګی بازار دي خو د فاټا په ښکته او بره سیمو کې هم د خوراکی څیزونو بیعې دې ته ورته دي.
د پاکستان د قامی بجټ ۲۰۱۴-۱۵ د اعلان په وخت د خوراک څښاک په څیزونو مالیې ختمې کړۍ شوي دي خو په ظاهره داسې کوم ضمانت نه دې ورکړۍ شوې چې د خوارکی توکو بیعې به ورسره راکمې شي او مخې ته روژه راروانه ده.
په قبایلی سیمو کې د اوسیدونکو خلکو شیمره د جارجیا او ځینې خلیجی هیوادونو نه زیاته ده او غیر رسمي سر شیمرې د قبایلو آبادی د لسو میلیونو نه زیاته ښایی خو د مرکزی حکومت د واکدارې د نشتوالي، خوره بې روزګارې، ترهکرې او پوځی عملیاتو دخلکو د اخیستلو او خرڅولو وس تر ډيره حده کمزورې کړې دې.
په قبایلی سیمو کې د کمزورې حکومتی واکدارۍ له امله په بازارونو کې نرخنامې نه وي او نه هم د څیزونو د بیعو د قابو کولو کمیټۍ وي نو ځکه دوکانداران د خپلې خوښې بیعې ساتي.
د قبایلی سیمو په ځینې لارو باندې په لوې مقدار کې څاروی او غوښه افغانستان ته په غیر قانوني طریقه وړل کیږي چې له امله یی دلته اکثره کمښت وی اوبیعې یی لوړې شی.
په قبایلی سیمو کې د بې روزګارۍ له وجې زیاتره خلک نه شی کولې چې په آسانه باندې خپلو کورنیو د پاره خوراکي توکي ترلاسه کړي،
په فاټا کې د ترهګرۍ له وجې خلک د زمیندارۍ جوګه نه دي او نه هم خپل څاروی ساتلې شي چې ځان د پاره ترې خوراکی توکي په آسانه پیدا کړي،
قبایلی ولس وایی حکومت له پکار دي چې په نرخونو د نظر ساتلو د پاره کمیټۍ جوړې کړي،په بازارونو کې هره ورځ دوکاندارانو ته نرخنامې ورکړي، او د غوښې او داسې نورو خوراکی توکو افغانستان ته په غیر قانونی توګه په وړو بندیز ولګوي،
په قبایلی سیمو کې د ملک د نورو برخو په څیر یوټیلټی سټورونه هم نشته چې ځایی خلک ترې په ارزانه بیعه څیزونه واخلي.
دا وخت د خیبر ایجنسۍ په لواړګی بازار کې د بیلا بیلو خوراکي توکو بیعې څه دارنګ دي.
غټه غوښه(د بغیر هډوکی)سیر ۳۶۰روپې
وړه غوښه سیر ۷۵۰ روپې
آلو- سیر- ۷۰ روپې
ټماټر- سیر ۵۰ روپې
کدو – سیر ۶۰ روپې
مټر – سیر ۱۰۰ روپې
کچالان – سیر ۱۰۰ روپې
پیاز – سیر – ۵۰ روپې
ټینډا – سیر – ۷۰ روپې
چینی – سیر – ۷۵ روپې
شنې چایې – سیر – ۶۰۰ روپې
تورې چایې – سیر – ۴۵۰ روپې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG