لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تیرو ٣ میاشتو کې پاکستان ٣٢٠٠٠ نه زیات مشکوک وسله وال نیولي


تاج محمد عرف رضوان د پیښور په ارمي پبلک سکول د حملې په شک کې نیول شوی دی
تاج محمد عرف رضوان د پیښور په ارمي پبلک سکول د حملې په شک کې نیول شوی دی

د پیښور په ارمي پبلک سکول طالبانو د خونړۍ حملې ورسته، وزیراعظم نواز شریف هیواد کې ترهگرۍ د مخنیوي دپاره نیشنل ایکشن پیلن یا قامي تگ لاره جوړه کړه چې ترمخه يي په تیرو دریو میاشتو کې د ٣٢٠٠٠ نه زیات مشکوک وسله وال نیول شوي دي.

د داخله وزارت لخوا وزیراعظم ته وړاندې کړی شوي رپورټ کې ویل شوي په نیول شوو کسانو کې ٧٢٧ داسې اهم مشکوک ترهگر هم دي چې بم چاودنو او د ترهگرۍ په نورو پیښو کې يي لاس لرلو.

ترهگرۍ خلاف قامي تگ لارې د لاندې د پاکستان په مختلفو برخو کې د مشکوک وسله والو خلاف په زرگونو کاروائي شوي دي او د ٣٢٠٠٠ نه زیات کسان پکې گرفتار شوي دي. زیاتره گرفتاریانې خیبر پښتونخوا کې شوي دي.

تیر کال د دسمبر په ١٦ مه نیټه د پیښور په ارمي پبلک سکول طالبانو په حمله کې ١٣٥ ماشومان او ١٥ استازان او د عملي نور غړي شامل وو وژل شو. ددغه حملې په ترڅ کې وزیراعظم نواز شریف د مختلفو سیاسي گوندونو سره په صلاح ترهگر خلاف د قامي تگ لارې اعلان وکړو چې پکې په مشکوک ترهگرو د مقدمو دپاره د پوځي عدالتونو قائمولو غوندې اهمه فیصله هم شامله وه.

خو ترهگرۍ خلاف د تگ لارې عملې کیدو باوجو هم پاکستان کې د تشدد پیښې رامېنځته شوي دي چې د نیشنل ایکشن پلین د کامیابۍ په اړه يي پوښتنې راپورته کړې دي.

د قامي تگ لارې د لاندې د گرفتاریو په هکله د وائس اف ډیوه ریډیو خبریال اسلام الدین ساجد رپورټ کې اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG