لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گورنر شوکت : که بريدونه کيږي نو خبرې هيڅ گټه نۀ لري


له دې وړاندې دعوامي نيشنل پارټۍ په مشرۍ تيره اوونۍ اسلام اباد کې د24ؤ سياسي اؤ مذهبي گوندونو لخوا ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې ددغه کانفرنس ټولو برخه والو هاغو جنگيالو سره په مذاکراتو کولو رضا مندي ښودلې وه ، څوک چې دپاکستان ائين اؤ قانون ته درناوى لري
له دې وړاندې دعوامي نيشنل پارټۍ په مشرۍ تيره اوونۍ اسلام اباد کې د24ؤ سياسي اؤ مذهبي گوندونو لخوا ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې ددغه کانفرنس ټولو برخه والو هاغو جنگيالو سره په مذاکراتو کولو رضا مندي ښودلې وه ، څوک چې دپاکستان ائين اؤ قانون ته درناوى لري
دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې گورنرانجنئير شوکت الله وئيلي دي چې که چرې ترهه گر خپل بريدونه دوامداره وساتي نو دهغوي سره دخبرو اترو به هيڅ گټه نۀ وي.
دنهې په ورځ پيښورکې ميډيا سره دخبرو په مهال انجنئير شوکت الله وويل پاکستان دتيرو څو کلونو راهسې دترهه گرۍ په ستونزه کې ښکيل دى اؤ زياته يې کړه چې زمونږ اولس اؤ امنيتي ځواکونه په نخښه کولى شي.
دخيبرپښتونخوا گورنر دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي دي چې تيره ورځ دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دپوليټيکل ايجنټ په دفتر دوسله والو لخوا ځانمرگي بريد ترسره شو چې پکې دميډيا راپورونو ترمخه دايف سي ددريوؤ عسکرو پشمول 7 کسان وژل شوي اؤ گڼ شميرنور ژوبل شوي وؤ.
له دې وړاندې دعوامي نيشنل پارټۍ په مشرۍ تيره اوونۍ اسلام اباد کې د24ؤ سياسي اؤ مذهبي گوندونو لخوا ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې ددغه کانفرنس ټولو برخه والو هاغو جنگيالو سره په مذاکراتو کولو رضا مندي ښودلې وه ، څوک چې دپاکستان ائين اؤ قانون ته درناوى لري.
خو طالبانو داى پي سي لخوا هغوي ته دخبرو اترو کړى وړانديز رد کړى اؤ وئيلي يې دي چې هغوي دپاکستان دحکومت اؤ پوځ لخوا دخبرو اترو سنجيده ځواب ته په انتظار دي.
يو شمير څيړونکي په دې نظردي چې دپاکستاني طالبانو لخوا دمذاکراتو دوړانديز اؤ دعوامي نيشنل پارټۍ د ټول گونديز کانفرنس راپديخوا دوسله والو طالبانو لخوا کيدونکي بريدونه په حکومت دفشار راوړلو په معنا دي ، ترڅو په مذاکراتو کې حکومت دطالبانو دغوښتنو په ترسره کولو مجبور کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG