لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بل لپاره بچی زیږول غیر اسلامي فعل دی، اسلامي نظریاتي کاونسل


د سروگیسي په دویمه طریقه کې د سړي ماده د بدلې مور مادې سره د هغې په خیټه کې حمل دپاره یوځائې کړی شي او بیا د بچي زیږون وشي
د سروگیسي په دویمه طریقه کې د سړي ماده د بدلې مور مادې سره د هغې په خیټه کې حمل دپاره یوځائې کړی شي او بیا د بچي زیږون وشي

په مذهبي معاملو د حکومت مشاوراتي اداره کاونسل ان اسلامک ائیډیالوجي وايي یوه زنانه په خپله خیټه کې بل چا دپاره بچی نشي زیږولی او وايي دا غیر اسلامي فعل دی.

د نړۍ په ځېنې هیوادونو کې یو پلار او یا د ښځې او سړي جوړه کولی شي چې د یوې بلې ښځې په خیټه کې د خپل بچي حمل شورو او بیا يي زیږون وکړي. دغې دویمې ښځې ته سروگیټ مور یا بدله مور ویل کیږي.

"سروگیټ مدر" بل چا دپاره خپله خیټه کې بچی یا خو پیسو دپاره او یا په رضاکارانه توگه کوي. په دې لاندني ویب پاڼه معلومات

د فیملي فورمیشن نومې ویب پاڼې ترمخه، د سروگیسي دوه لوې طریقې دي. په یوه طریقه کې د ښځې او سړي د مادې نه حمل شورو او بیا دغه تخم د بدلې مور خیټې ته انتقال شي او بیا هم د هلته نه د بچي زیږون وشي. په دغه طریقه کې بدله مور بچي سره څه حیاتیاتي تعلق نه لري.

د سروگیسي په دویمه طریقه کې د سړي ماده د بدلې مور مادې سره د هغې په خیټه کې حمل دپاره یوځائې کړی شي او بیا د بچي زیږون وشي.

په دواړو طریقو کې زیږیدلې ماشوم بدله مور د ځان سره نه ساتي بلکه هغه مور او پلار ته يي ورکړي د چا بچی چې هغې خپله خیټه کې زیږولو ته رضا شي.

د خبر دپاره چې د کومې ویب پاڼې نه معلومات اخیستل شوي درک يي دا دی:

http://www.familyformation.com/what-is-a-surrogate-mother/

د سروگیسي په اړه د اسلامي نظریاتي کاونسل د فیصلې نور تفصیل اسلام آباد نه د وي او ای خبریال اورنگزیب خان رپورټ کې اوریدی شۍ:

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG