لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باگرام زندان څخه ۱۴ پاکستاني خوشي کړی شوي


په تېرو ۱۰ مياشتو کې امريکايي پوځي چارواکو افغانستان کې بند ۳۹ پاکستاني خوشي کړي ، چې پکې د تازه خوشي کړی شوؤ کسانو شمېره هم شامل ده .
په تېرو ۱۰ مياشتو کې امريکايي پوځي چارواکو افغانستان کې بند ۳۹ پاکستاني خوشي کړي ، چې پکې د تازه خوشي کړی شوؤ کسانو شمېره هم شامل ده .

افغانستان کې د امريکې د انتظام لاندې د باگرام زندان څخه ۱۴ پاکستان بنديان خوشي کړی شوي ، او پاکستان ته سپارل شوي دي .

د پاکستان د دفترخارجه وياندې تسنيم اسلم وائس اف امريکا سره خبرو کې د پاکستانيانو د خوشي کولو پخلی کړی دی . او د نوموړې په وينا خوشي کړی شوي ۱۴ کسان د خالي په ورځ ملک ته رارسېدلي دي .

تسنيم اسلم چې د دغو خوشي کړی شوؤ کسانو په اړه تفصيل نه دی په ډاگه کړی وئيلي يي دي ، دا نه ده مالومه چې نور څومره پاکستاني وس هم د باگرام په زندان کې بندي دي .

افغانستان کې د بند پاکستانيانو د خوشي کولو دپاره هلې ځلې کوؤنکي تنظيم ٫٫ جسټس پروجيکټ پاکستان ٬٬ ترمخه په تېرو ۱۰ مياشتو کې امريکايي پوځي چارواکو افغانستان کې بند ۳۹ پاکستاني خوشي کړي ، چې پکې د تازه خوشي کړی شوؤ کسانو شمېره هم شامل ده .

د دغې تنظيم لخوا وئيل شوي ، چې د پاکستان حکومت ورته د تازه خوشي کړی شوؤ کسانو د پېژندگلو په اړه تفصيل نه دی ورکړی ، او نه ورته وئيل شوي چې دغه کسان به وس کوم ځايي ساتلی شي .

د جسټس پروجيکټ پاکستان تنظيم سره اړونده يوې وکيلي ساره بلال وائس اف امريکا ته وئيلي ، چې پاکستاني چارواکو دويي ته د هغو نهه خوشي کړی شوؤ کسانو په اړه تفصيل هم نه دی وئيلی ، کوم چې تېره مياشت امريکايي چارواکو پاکستان ته سپارلي وو .

راپورونه وايي افغانستان کې موجود د امريکي پوځ د دغه هېواد څخه د وتلو په ترڅ کې امريکايي چارواکي د کابل په شمال کې د باگرام په هوايي پوځي اډه کې جوړد بندي مرکز تړلو تيارئ کوي .

افغانستان کې د امريکايي پوځ مشن به د روان کال په اخرنۍ مياشت دسمبر کې سرته ورسي ، او د هغې وروستو به امريکايي پوځ په افغانستان کې د بنديانو ځان سره ساتلو قانوني حق د لاسه ورکړي .

راپورونه وايي امريکايي پوځ د ټاکلې نېټې څخه وړاندې د باگرام په زندان کې بند بهرملکيان د هغويي خپلو هېوادونو ته سپاري . افغانستان کې د امريکايي پوځ کمانډر په ډاگه کړې ده ، چې د هغويي د دغو بنديانو افغان حکومت ته د حواله کولو هيڅ اراده نشتی .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG