لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د ملک په زياتره برخو کې بجلي غايب شوې


چارواکو وئيلي ، په نيشنل گرډ سټېشن باندې د حساب نه د زيات لوډ راتلو له کبله فني خرابي رامنځته شوې ، او په فني خرابۍ لرې کولو کار روان دی .
چارواکو وئيلي ، په نيشنل گرډ سټېشن باندې د حساب نه د زيات لوډ راتلو له کبله فني خرابي رامنځته شوې ، او په فني خرابۍ لرې کولو کار روان دی .

د پاکستان په نيشنل گرډ سټېشن کې د خرابۍ له کبله د ملک د څلورو واړو صوبو په زياتره برخو کې بجلي غايب شوې ده ، او په تياره کې ډوبې شوي دي .

د راپورونو ترمخه د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې د بجلۍ خورؤنکي مرکزي لائن کې د فني خرابۍ رامنځته کېدو سره په غټو ښارونو کراچۍ ، لاهور، اسلام اباد ، پېښور ، کوئټه او نورو سيمو کې بجلي تلې ده .

د سرکاري ميډيا ترمخه چارواکو وئيلي ، په نيشنل گرډ سټېشن باندې د حساب نه د زيات لوډ راتلو له کبله فني خرابي رامنځته شوې ، او په فني خرابۍ لرې کولو کار روان دی .

راپورونه وايي د گډو پاور پلانټ نه کوئټې ته د بجلۍ تلونکی ۲۲۰ کيلوواټه ټرانسمېشن لائن ټرپ شوی ، چې له امله يې د بلوچستان صوبې په زياتو برخو کې بجلي غايب شوې ده .

د دې ترڅنگ خېبرپښتونخوا صوبه کې هم بجلي تلې ، او نزدې ټوله صوبه په تياره کې ډوبه شوې ده .

په نيشنل گرډ سټېشن کې د خرابۍ له کبله د پلازمينې اسلام اباد په گډون د پنجاب صوبې په زياتو برخو کې بجلي غايب شوې ده .

د سندهـ صوبې د بن قاسم او نورو پلانټونو د بندېز سره کراچۍ کې هم بجلي تلې ، او د کراچۍ د بجلۍ د محکمې کی اليکټرک په وينا د نيشنل گرډ نه ښارته د راتلونکې ۶۵۰ مېگاواټه بجلۍ راتگ قطع شوی دی .

بل لور ته د بجلۍ او اوبو د وزارت د وياند لخوا په مطبوعاتو خپور شوي بيان کې وئيل شوي ، په نيشنل گرډ سټېشن کې د فني خرابۍ په لرې کولو کار روان دی ، او ډېر زر به په ملک کې بجلي بحال کړی شي .

ملک کې له دې وړاندې هم څو ځله دغه رنگ ناڅاپي بجلي غايب شوې ، او په تېرو شپږو مياشتو کې دا درېم ځل دی ، چې په نيشنل گرډ سټېشن کې د خرابۍ له کبله د ملک زياتې برخې د بجلې څخه محرومه کيږي .

پاکستان د وړاندې نه د بجلۍ د کمي سره مخ دی ، او د راپورونو ترمخه دا وخت هم د بجلۍ په پېداواراو خرڅ کې نزدې شپږ زره ميگاواټه فرق موجود دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG