لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وايي وزیراعظم نوازشریف نه يي استعفا نه ده غوښتې


د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف وزیراعظم نوازشریف سره د گل په ورځ یو وارې بیا لیده کاته وکړه او د هیواد په روان سیاسي حالاتو يي خبرې اترې وکړې
د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف وزیراعظم نوازشریف سره د گل په ورځ یو وارې بیا لیده کاته وکړه او د هیواد په روان سیاسي حالاتو يي خبرې اترې وکړې

د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف وزیراعظم نوازشریف سره د گل په ورځ یو وارې بیا لیده کاته وکړه او د هیواد په روان سیاسي حالاتو يي خبرې اترې وکړې. د ملاقات ورسته پوځ د پاکستاني مطبوعاتو هغه رپورټ رد کړل چې گني جنرل راحیل نواز شریف نه د استعفا او یا په رخصتۍ د تلو غوښتنه وکړه.

بلخوا، د وفاقي وزیر احسن اقبال ویلي نواز شریف نه خو د استعفا او نه په رخصتۍ د تلو اراده لري.

او ددفاع وزیر خواجه اصف رائټرز خبري ادارې سره مرکه کې ویلي د حکومت عملداري پرځائې کولو دپاره حکومت د احتجاج کونکو خلاف په محدوده کچه او یا په هدفي توگه د کاروائي په هکله غور کوي.

خواجه اصف خبرې په داسې حال کړې چې د گل په ورځ د حکومت خلاف مظاهرینو اسلام آباد کې په سرکاری ټیلي وژن حمله وکړه او نشریات يي د څه وخت پورې وځنډول. ورسته امنیتي ځواکونو ټي وي سټیشن خپله ولکه کې اخیستو او احتجاج کونکې يي ویستل.

اسلام آباد کې د وزیراعظم نوازشریف د استعفا په حق کې د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک د احتجاجونو شورو کیدو په ترڅ کې د پوځ د اقتدار نیولو گنگوسو زور نیولی خو پوځ تر دا وخت حکومت کې د راتلو نه ډډه کړې ده.

د اتوار په ورځ شوي د کور کمانډرانو په غونډه کې پوځ ویلي هیواد کې د جمهوریت ملاتړ کوي، خو د مسلې دې په بیړنۍ توگه حل راویستلی شي او د د طاقت د استعمال نه ډډه وکړی شي.

په ټویټر تبصره کونکو ویلي د کور کمانډرانو په هکله د ايي ایس پې ار خبر پاڼه غیر واضحه ده او د موجوده حالاتو په باره کې د پوځ دریز په کره توگه نه څرگندوي. په ټویټر یو تبصره کونکې خو وویل جمهوریت سره د ملاتړ پرځائې پکار ده چې پوځ د آئین سره ملاتړ تکرار کړی وی.

جاوید هاشمي چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د خپل گوند نه ویستل خو هغه خپله وايي اوس هم د گوند صدر دی، د گل په ورځ يي ویلي عمران خان د نوازشریف خلاف تحریک د پوځ په اشاره شورو کړی دی. خو د تحریک انصاف ترجمانې شیرین مزاري د ښاغلې هاشمي وینا رد کړې. شرین مزاري ویلې که چې اسلام آباد کې نواز شریف خلاف احتجاج په سر جاوید هاشمي د عمران خان سره اختلافات لرل، نو پکار ده چې جاوید هاشمي وړاندې د تحریک انصاف نه جدا شوی وی.

د پاکستان موجوده سیاسي حالاتو په تناظر کې حکومت د پارلیمنټ د دواړو ایوانونو، قامي اسمبلۍ او سنیټ، مشترکه غونډه د نهې په ورځ رابللې ده. پارلیمنټ کې نمائندگي لرونکې پارټو نوازشریف ته په یو مشترکه قرارداد کې د ملاتړ ډاډ ورکړو. دغه پارټو وویل هیواد کې د آئین بالا دستۍ د پاره اولس ډیر قربانۍ ورکړې دي او د آئین لوړتیه به پرځائې ساتلی شي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG