لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: د جمهوریت ملاتړ کوو


بلخوا وزیراعظم نوازشریف د کابیني ځېنې اهمو غړو سره غونډه وکړه
بلخوا وزیراعظم نوازشریف د کابیني ځېنې اهمو غړو سره غونډه وکړه

په داسې حال چې اسلام آباد کې د حزب اختلاف کارکونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ د حکومت خلاف روان احتجاج کې نښتې شوي دي پوځي ښار راولپنډۍ کې د پوځ مشر جنرل راحیل شریف د خپلو کمانډرانو سره د هیواد په سیاسي حالاتو غونډه وکړه. پوځي مشرانو هیواد کې د جمهوریت ملاتړ څرگند کړو.

د کور کمانډرانو د غونډې ورسته د پوځ د عامو تعلقاتو څانگې ايي ایس پې ار لخوا جاري شوي بیان کې وویل شو چې د سیاسي کړکیچ د تشدد شکیل په اختیارولو د سخت تشویش څرگندونه وشوه او دا چې د طاقت استعمال به مسله نوره هم خرابه کړي.

بیان وايي "دا خبره بیا تکرارولی شي چې د نور وخت ضائع کولو بغیر دې حالاتو سیاسي حل راویستلی شي او د تشدد لار دې اسعتمال نه کړی شي."

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او پاکستان عوامي تحریک مشر طاهرالقادري د تیرو دواو هفتو راهسې اسلام آباد کې ناسته شورو کړې او د وزیراعظم نوازشریف د استعفا غوښتنه کوي.

د خالي په ورځ د دواړو ډلو پلویانو د وزیراعظم هاوس په لورې تر شورو کړو او دا رنگ د امنیتي ځواکونو سره يي نښتې ونښتي. رپورټونه وايي اړي گړې کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او په سلگونو نور زخمیان شوي دي.

بلخوا وزیراعظم نوازشریف د کابیني ځېنې اهمو غړو سره غونډه وکړه.

د غونډې په هکله سرکاري بیان وايي د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ کې غونډه کې د دواو سیاسي گوندونو لخوا د هیواد په دواو علامتونو "حمله" غیر آئیني او غیر جمهوري وگرځولی شوه. غونډه کې ددغه ادارو د تحفظ د پاره د امنیتي ادارو د اقدامات ستائنه وشوه.

د نواز شریف په مشرۍ کې شوي غونډه کې داخله وزارت ته هدایات ورکړی شول چې د انساني ژوند ته زیان بغیر دې د ریاستي ادارو تحفظ دپاره هره وسیله استعمال کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG