Thursday, April 24, 2014 Local time: 05:35

خبرونه

دپوليټيکل ايجنټ په دفتر ځانمرگي بريد،٧مړۀ

چارواکي وائي دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ مطهرزيب ددغه بريد څخه ژوندى وتلى ، خو دهغه مرستيال  خالد ممتاز کنډي ژوبل شوى ، چې دعلاج لپاره   کمبائنډ ملټري هسپال ته رسول شوى
چارواکي وائي دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ مطهرزيب ددغه بريد څخه ژوندى وتلى ، خو دهغه مرستيال خالد ممتاز کنډي ژوبل شوى ، چې دعلاج لپاره کمبائنډ ملټري هسپال ته رسول شوى
TEXT SIZE - +
دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دخيبرايجنسۍ  دپوليټيکل ايجنټ په دفتر دوسله والو لخوا ترسره شوي ځانمرگي بريد کې  ددريوؤ عسکرو پشمول ٧ کسان وژل شوي اؤ داسسټنټ پوليټيکل ايجنټ پشمول گڼ شمير کسان ژوبل شوي دي.
 په سيمه کې ددوؤ درنو چاؤدنو غږونه هم اوريدل شوي دي.
 چارواکي وائي دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ مطهرزيب ددغه بريد څخه ژوندى وتلى ، خو دهغه مرستيال  خالد ممتاز کنډي ژوبل شوى ، چې دعلاج لپاره   کمبائنډ ملټري هسپال ته رسول شوى.
 پوليس چارواکواؤ عيني شاهدينو ددغه  پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي دي چې دگل په ورځ سحر دخاصه دارو په دريشۍ کې وسله والو دپيښور  په باړه روډ موقعيت لرونکي دپوليټيکل ايجنټ په دفتر بريد کړى.
دپيښور دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو دډلې مشر شفقت ملک يوې بهرنۍ خبري ادارې ته وئيلي چې  په بريدکوونکو کې دوه ځانمرگي وؤ، چې پکې يو  ددفتر په دروازه اؤ بل  په کنټرول روم کې ځان الوځولى.
 ملک زياته کړه دبريدکوونکو دځان سره تر اتوؤ کلو گرامو پورې بارود راوړي وؤ، امنيتي ځواکونو  دفتر  پاک کړى  اؤ دابادۍ په سيمه کې دلټونې عمليات روان دي.
عيني شاهدان وائي چې دبريدکوونکو شمير درې وؤ، اؤ هغوي دليويز وردۍ اغوستې وې.
 سرچينې وائي  دوه ځانمرگي بريدکوونکي  دپوليټيکل ايجنټ دفتر ته په داسې حال کې ورننوتي چې دغلته  دقبائيلي مشرانو يوه جرگه روانه وه.
سرچينې زياتوي وسله والو  هاغه مهال  ډزې پيل کړې کله چې دپوليټيکل ايجنټ دفتر ته ځينې بنديان راوستلى شول.
 دپيښور دليډي ريډنگ هسپتال  داطلاعاتو دڅانگې ترمخه  بريد کې پينځه کسان وژل شوي اؤ ٧ نور ژوبل شوي دي، په وژل شوؤ کې دخاصه دار ځواک درې عسکر  اؤ يو لا ئن افسر شامل دي.
 دپوليسو ترمخه پيښه کې دوه بريدکوونکي هم وژل شوي دي.
 دنوم نۀ څرگندولو په شرط چارواکو  يوبهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې  دپوليټيکل ايجنټ مطهرزيب  په دفتر ترسره شوي دغه بريد کې دمړو دشميرې دزياتوالي انديښنه ده اؤددې خبرې باوري کولو لپاره چې  سيمه دتندلارو څخه پاکه ده ، دلټونې عمليات پيل کړل شوي.
دپيښور دليډي ريډنگ هسپتال  وياند جمال شاه  وائي چې  څلور عسکر اؤ يو ٦٠ کلن اولسي وگړى په دغه بريد کې وژل شوي اؤ ٧ کسان سخت ژوبل شوي دي.
 ځينې چارواکي وائي چې   دتندلارو لخوا دترسره شوي دغه ننني بريد مقصد نيول شوي  جنگيالي ازادول وؤ اؤ ناتائيده راپورونه وائي چې کيدى شي  بريد کې ځينې بنديان تښتيدلي هم وي.
تر دې مهاله ددغه بريد مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى.

ژوندۍ ویډیو


                         
Your JavaScript is turned off or you have an old version of Adobe's Flash Player. Get the latest Flash player.
ډیوه ریډیو به ټیلې ویژنi
X
23.04.2014 17:00
    پاکستان د شپې ١٠ بجې او د افغانستان د شپې ٩ نیمې بجو نه تر یوساعت پورې په سیټلائیټ ټیلې ویژن او د ډیوه ریډیو په ویب پاڼه هم کتلی شۍ. په سیټلائیټ به دا خپرونه په ایشیا سیټ ترې چینل ۴٦ باندې لیدل کیږي.د ډیوه ریډیو د ویب پاڼې درک دا دی