لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام آباد کې د حزب اختلاف پلویان حساس ریډزون ته داخل ، پارليمنټ پله روان دي


تحریک انصاف او عوامي تحریک د وزیراعظم نواز شریف حکومت د استفا غوښتنه کوي
تحریک انصاف او عوامي تحریک د وزیراعظم نواز شریف حکومت د استفا غوښتنه کوي

اسلام آباد کې د حکومت خلاف په احتجاج اخته د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک په زرگونو پلویان د ښار حساسې علاقې ریډ زون ته داخل شوي دي ، او په لارو کې پرتې کنټېنرې يې د مخې نه لرې کړي دي .

په داسې حال کې چې د انقلاب او ازادي مارچ گډون وال د پارليمنټ مخې ته رسېدلي . د پوځ وياند وياند عاصم باجوه وايي ، د ريډ زون وداني د رياست نخښې دي ، او پوځ يې حفاظت کوي ، بايد د غو ودانو احترام وکړی شي .

پوځي وياند وايي ، د کشالي د هواري دپاره دې فريقېن د صبر او عقلمندۍ نه کار واخلي . او د قامي او اولسي گټو دپاره دې د مذاکراتو د لارې مسله حل کړی شي .

بل لور ته د تحريک انصاف مشر عمران خان وايي ، نن د شورو د ورځې ماښام پورې به د پارليمنټ مخې ته د وزيراعظم نوازشريف د استعفا انتظار کوم ، او که هغه استعفا ورنه کړه نو بيا به پارليمنټ ته ځم ، نوموړي وئيلي وس يې پوليس او پوځ مخه نه شي نيولی .

له دې وړاندې پوليس د انقلاب او ازادي مارچ د گډون والو مخه ده نه ده نيولې ، او د اطلاعاتو مرکزي وزير پرويز رشيد وئيلي ؤ ، حکومت د احتجاجي مارچ د مظاهره چيانو په ضد د طاقت استعمال نه کوي ، نوموړي يو شخصي ټي وي چېنل سره خبرو کې ووئيل ، عمران خان او طاهرالقادري خپلې وعدې ماتې کړې ، او ريډ زون پله لاړل .

پرويز رشيد وئيلي ، که حالات خراب شو ، بدامني جوړه شوه ، زمه وار به يې عمران خان او طاهر القادري وي .

بل لور ته د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ پلازمينه اسلام اباد کې يوه غونډه هم شوې ، او راپورونه وايي په دغې غونډه کې پرېکړه شوې چې نوازشريف به استعفا نه ورکوي .

پارليمنټ پله د روانېدو په وخت احتجاج کونکو ته خپله وینا کې د تحریک انصاف مشر عمران خان احتجاج کې برخه اخېستونکو باندې د پرامنه اوسیدو غږ کړی وو .

تحریک انصاف د ازادۍ مارچ تر څنگ اسلام اباد کې د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهرالقادري په مشرۍ کې د انقلاب مارچ پلويان هم د پارليمنټ مخې ته رسېدلي دي .

د اسلام اباد ریډ زون کې د سپریم کورټ ، خارجه وزارت، خارجه سفارتخانې، او وزیراعظم ودانی او نور سرکاري دفترونه، ریډیو پاکستان او پاکستان ټیلې ویژن هم موجود دي .

راپورونه د دغو ودانو د حفاظت دپاره پوځي عسکر په ودانو کې دننه او بهر ځايې پر ځايې کړی شوي دي .

د پاکستان داخله وزیر چوهدري نثار علي خان وویل د ریډ زون د تحفظ ذمه وارۍ پوځ ته سپارلې شوي ده. مطبوعاتي رپورټونه وايي ریډ زون کې د ٣٥٠ نه زیات پوځ پرځائې کړی شوی دی.

تحریک انصاف او عوامي تحریک د وزیراعظم نواز شریف حکومت د استفا غوښتنه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG