لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: شمالي وزیرستان کې ٢٣ وسله وال وژل شوي


وسله والو ته د جاني نقصان اړولو ترڅنگ پوځ شمالي وزیرستان کې د وسله والو د مرکزونو نه په لویه پیمانه د گوله بارودو د نیولو دعوه هم کوي
وسله والو ته د جاني نقصان اړولو ترڅنگ پوځ شمالي وزیرستان کې د وسله والو د مرکزونو نه په لویه پیمانه د گوله بارودو د نیولو دعوه هم کوي

شمالي وزیرستان کې وسله والو خلاف د ضرب عضب په نوم د پاکستاني ځواکونو په کاروائي کې د پوځ په وینا ٢٣ وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ د عامو تعلقاتو څانگه ايي ایس پې ار وايي جنگي جهازونو د شمالي وزیرستان غلام خان سیمه کې د مشکوک وسله والو په هدفونو باندې بمباري کړې ده په نتیجه کې يي ٢٣ وسله وال وژل شوي دي.

ايي ایس پې ار د وژل شوو کسانو د قامیت په هکله څه نه دي ویلي. شمالي وزیرستان کې د جون د میاشت راهسې روانې کاروائي کې پوځ د گڼ شمیر خارجي وسله والو د وژنې دعوې کړې دي چې پکې يي ازبک وسله وال هم یاد کړې دي.

د جمعې په ورځ هم پوځ شمالي وزیرستان کې د ١٥ وسله والو او د یو عسکر د وژل کیدو خبر مطبوعاتو ته وړاندې کړی وو.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار ترمخه دغه کارواکي دغلام خان په گورستائي نالا سيمه کې شوې وه.

سږکال د١٥م جون راهسې شمالي وزيرستان کې پوځ دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د١٠٠٠ؤ نه دزياتو تندلارو دوژلو دعوه کړې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له امله يې په ازادانه توگه ددغه شمير پخلى نۀ شي کيدى اؤ طالبانو خپلو ملگرو ته دپوځ له لوري په دومره لويه کچه دتاوانونو اوړيدو ترديد کړى.

Recommended

XS
SM
MD
LG