په متحده عرب اماراتو کې د پاکستان او نيوزي لېنډ د کرکټ ټيمونو ترمينځ د پينځه ؤ يو ورځنو مېچونو د سيريز درېم مېچ په شارجه کې ترسره شو ، او پاکستان ـ نيوزري لېنډ ته په ۱۴۷ رنزونو ماتې ورکړه . پاکستان په لمړي بيټنگ کې نيوزي لېنډ ته د ۳۶۵ رنزونو هدف ورکړی وو .
د مېچ غوره لوبغاړی احمدشهزاد وگرځول شو .
د نيوزي لېنډ پوره ټيم په ۳۸.۲ اوورو کې په ۲۱۷ رنزونو جوړولو اؤټ شو . د نيوزي لېنډ لخوا يو بېټسمېن هم په ۵۰ رنزونو جوړولو کې نه دی کامياب شوی .
د نيوزي لېنډ په لوبغاړو کې ويليمسن ۴۶، اېل لورينچ ۴۱، لتهم ۳۴ او ټېلر ۳۱ رنزونه جوړ کړي ، دغو کهلاړيانو ډېر سکور کړی دی .
د پاکستان لخوا شاهدافريدي او حارث سهېل درې درې لوبغاړي سوځولي دي ، محمدعرفان دوه او احمدشهزاد او وهاب رياض يو يو وکټ اخيستی دی .
پاکستان د مېچ گټلی او په ټاکلو ۵۰ اوورنو کې يي د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۶ رنزونه جوړ کړي وو .
د پاکستان په بېټسمېنانو کې احمدشهزاد په ۱۲۰ بالونو ۱۱۳ رنزونه او شاهدافريدي په ۲۶ بالونو ۵۵ رنزونه جوړ کړي وو .
نورو لوبغاړو کې حارث سهېل ۳۹ رنزونه ، يونس خان ۳۵ ، محمد حفيظ ۳۳ او سرفرازاحمد په ۳۰ رنزونو جوړو کې کامياب شو .
د نيوزي لېنډ اېم جی هنري درې لوبغاړي سوځولي ، او پاتې نورو درې باؤلرانو يو يو وکټ اخيستی ؤ .
د پاکستان د ټيم مشري په نني مېچ کې د مصباح الحق په ځايي شاهد افريدي کوله .
د پاکستان او نيوزي لېنډ ترمينځ په ترسره شوؤ درې مېچونو کې په دوه کې پاکستان او يو کې نيوزي لېنډ کامياب شوی دی .
د پاکستان د نني ټيم لوبغاړي : شاهد افريدي (کپتان) ، يونس خان ، احمدشهزاد ، اسد شفيق ، عمراکمل ، حارث سهېل ، سرفرازاحمد (وکټ کيپر) ، وهاب رياض ، سهېل تنوير ، محمدعرفان .
د نيوزي لېنډ د نني ټيم لوبغاړي : اېم جی گُپټېل ، ای پي ډېوېچ ، کی اېس ويلميسن (کپتان) ، اېل ار پي اېل ټېلر ، ټي ډبليو اېم لېتهم ، سي جی اېنډرسن ، اېل رونچي (وکټ کيپر) جی ډي اېس نيشم ، اېن اېل ميکيلم ، اېم جی هنري ، اېم جی ميکلنگهم .