لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان ساېنس او ټيکنالوجۍ وزارت او حلال او حرام خوارکونه


احسان محمد خان

د پاکستان د ساېنس او ټيکنالوجۍ وزارت د سېنټ سټينډنګ کُمېټيۍ ته د خوارکي څېزونو يو فهرست وړاندې کړی او پدغه فهرست کې کې ۱۹ داسی خوراکي شيان ېې حرام ګرځولي کوم چه د اروپاېي هيوادونولکه انګلستان،فرانس او هالېنډ په شمول د امریکا د ملټي نيشنل يعني د کثيرالقومي کمپنيانو له خواه تيار شوي او د مودو راهسې پاکستان ته درآمد کيږي ۔ دغه فهرست کې هغه خوراکي سامانونه هم شامل دي کومو کې چه د چرګ غوښه استعماليږي ۔ د ساېنس او ټيکنالوجۍ وزارت په خپل درېځ کېداسی کوم ثبوت نه دے وړاندے کړے چه په کومه پيمانه ېې دغه څېزونه حرام ګرځولي خو البته په ډاګه کړی ېې ده چې د دغه چرګانو د ذبح کولو په طريقه ددوي شک دی.

په انګلستان کې د يوی کاروباري اداری خېبر ايکسچينج مشررحيم شاه وايي د ساېنس او ټيکنالوجۍ وزارت دغه ډول بی دليله فتوی له وجې نه يوازی هغهپاکستاني تاجرانو تهزيان رسيدی شي کوم چه ددی کاروبار کوي بلکه د هيواد په اقتصاد به هم ډير بد اغيز پريوځي، ځکه چه ددی شيانو درآمد نه حکومت ته په لويه کچه ټيکسونه هم ترلاسه کېږي. د نوموړي په وينا ملټي نيشنل کمپنيانی د مسلمانانو دپاره په هغه لاره دغه شيان تياروي کوم چه ورته حلال کمېټي منظوره کړې وي. نو ځکه په دی شيانو شکونه پيدا کول کوم جواز نه لري ۔

پېژندلې مذهبي دانشور محمدعلي ډيوه راډيو ته بیا واېيد چرګانو د ذبح کولوطريقه هر څو که پخواه غير مشيني وه خو وس ضرورتونه بدل دي او د مشين استعمال نه بغير دغه ضرورتونه پوره کېدل امکان نه لري. د نوموړي په وينا اسلام د مشين په استعمال کوم بنديز نه دی لګولی او د مشين د لاری هم چرګانحلالول جائز دي خو شرط دا دي چه د چرګ د ساه اغييستو او د وينے دواړه رګونه غوڅ کړي شي ۔ دده په وينا د شک په اساس خوراکي شيان حرام ګرځول نه دي پکار.

محمد نسيم خان داوړ چه د صارفينو د حقونه دپاره د يو سازمان مشر دی وايي د ساېنس او ټيکنالوجۍ وزارت په دغه فتوی حيران دی چه دوي دغه خوراکي څېزونه څنګه حرام اوګرځول ۔ محمد نسیم زیاتوي په هيواد کې په يو کال کښې په لکونو انسانان د ناپاکه اوبو څکلو او زهرجن خوراک له وجې په تور زيړي او نورو ناروغو کښې اخته کيګي او بيا د دغه ناروغو نه په مرګ خلاصيګي، خو د ساېنس او ټيکنالوجۍ وزارت د ساېنسي تحقيق په ځاې د چرګانو حلال او حرام فلسفه کښې ګهير شوی دی چه دغه د هيواد د وګړو بد نصيبي ده ۔ دهغه په وينا د پاکستان په مارکيټونو کښې نه يوازی د تير شوي ميعاد غوښې خرصيګي بلکه د ګاونډي هيواد چين ډير داسې د خوراکي څېزونه هم پراته دي چه حرام هم دي او معيار هم باوري نه دی، خو د چین نه راغلي خوارکي سامانونو ساېنس او ټيکنالوجي څه هم نه واېي.

د ساېنس او ټيکنالوجۍ وزارت اساسي کار او ذمه واري په هیواد کې ساېنسي تحقيق کول دي، خو څيړنکاران واېي په پاکستان کښې دغه وزارت د توهماتو خورولو دهنده روانه کړی او خپل اصل مقصد ېې په شا غورځولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG