لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پاکستاني صحافیان تقسیم او پوځ یو موټی"


گڼي نو مبصرین وايي که په صحافیانو د حملو روڼ تحقیقات نه کیږي او پکې ککړ لاسونه نه سزا کیږي، نو هیڅ بعید نه دی چې ائنده کې به هم آي ایس آي الزاماتو سره مخ وي
گڼي نو مبصرین وايي که په صحافیانو د حملو روڼ تحقیقات نه کیږي او پکې ککړ لاسونه نه سزا کیږي، نو هیڅ بعید نه دی چې ائنده کې به هم آي ایس آي الزاماتو سره مخ وي
د پاکستان یو شخصي ټیلې وژن "جیو" یو ځل بیا د پوځې قیادت خفا کړی د خفگان او قهر جړه د ژوبل شوي صحافي حامد میر او د هغه د کورنۍ هغه بیانونه دي چې وايي که چرې ورته څه خطر پیښ شو نو د پاکستان د پوځ استخباراتي څانگه آي ایس آي به پکې لاس لري. ددغه خبر نشر کولو سره سم په ټولو مطبوعاتو کې تاوده بحثونه پیل شو. بهرني میډیا هم خبرونه خواره کړه او د صحافت د ازادۍ نړي والې ادارې کمیټي ټو پروټیکټ جرنسلټس، سې پې جی، ته د حامد میر لیږلې پیغامونه هم نشر کړل.
جیو ټیلې وژن په خپلو نشریات کې دغه ټولې حوالې ورکړې دي چې د صحافت په لحاظ دا یو سم کار گڼلی کیږي خو د پاکستان په میډیا په خصوصي توگه "جنگ" گروپ په ټي وي چینلونو او اخبارونو دا نیوکې هم ځائې لري چې کله ډاکټرانو د حامد میر د صحت په اړه دا وویل چې نوموړي ژوند ته کومه اجله خطره نیشته باید د پاکستان د پوځ او د آي ایس آي په اړه یو اړخیزه "میډیا ټرائیل" بند کړی شوی وی. او د حامد میر خپلې وینا ته انتظار شوی وی.
د جیو ټیلي وژن د یو اړخیز بیانونو سره سم نورې ازادې میډیا هم مناسب خبرونه او تبصرې خورلې ویلې د پاکستان د میډیا المیه دا ده چې د شهرت موندلو په منډه کې اکثر رښتیا بې درکه شي او ډیر وخت په داسې بحثونو ولگي چې پکې کتونکو او اوریدونکوته ډیر نه ډیر شک من معلومات ورکول کیږي. خو که د بلې خوا وکتلی شي نو د پوځ قیادت هم داسې گامونه پورته کړل چې د نیوکو د لاندې دي. د پوځ سرلښکر جنرل راحیل شریف د آي ایس آي مرکزي دفتر ته سمدستي تگ، ددفاع وزارت لخوا جیو خلاف پیمرا ته ټې وي چینل خلاف د کاروائي خواست کول او د ملک په ډیرو برخو کې د پوځي چاوڼو دننه د جیو نشریات ودرول داسې اقدامات دي چې د میډیا د ازادۍ او د صحافیانو د ژوند او کار په اړه يي اندیښنې راپارولې.
د الیکټرانک میډیا د څار په اړه جوړه کړی شوي حکومتي اداره پاکستان الیکټرانک میډیا ریگولیټري اتارټي یا پیمرا جیو ټیلې وژن ته دړکه ورکړې ولې نه ددغه چینل نشریات ودرولی شي. که څه هم وزیراعظم نواز شریف د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې او یو عدالتي کیمشن يي ټاکلی خو د پوځ لخوا ورکړی شوي احکامات داسې ښکارې د عدالت د کومې فیصلې او پلټنې نه پرته یوه ځانگړې فیصله ده.
د حامد میر د وژنې هڅه یوازینۍ پیښه نه ده چې پکې د پاکستان د استخباراتي ادارې په اړه غبرگون ښودل شوی یا ددغه ادارې کار کردگۍ ته گوتې نیول شوي. په پاکستان کې د اوسامه بن لادن وژنه، د پوځ په مرکز جې ایچ کیو د ترهگرۍ بریدونه، د پخوانۍ وزیراعظمې بنظیر بهټو وژنه او د ترهگرۍ د نورو پیښو سره سره په پوځ کې دننه داسې ډلې پیدا کیدل چې د پوځ په پخواني مشر صدر جنرل پرویز مشرف ځانمرگي بریدونه ترسره کړي، داسې تورونه دي چې آي ایس آي ترې ځان نشې پاکولی او دا د آي ایس آي د ناکامۍ غټې بیلگې گڼل کیږي که څه هم جنرل راحیل شریف ددغه ادارې په کارکردگۍ فخر لري او د آي ایس آي قربانۍ ستائيي.لري
په حامد میر د وژنې برید د پاکستان میډیا هم تقیسم کړي. داسې ښکارې چې یو خوا هغه صحافیان ولاړ دي چې یا خو د یوبل سره د مقابلې په سبب شهرت گڼل غواړي او یا د استخباراتي ادارو لخوا روزل کیږي. او بلخوا هغه صحافیان دي چې د حامد میر د پیښې سره سره د هغه ټولو وژل شوو صحافیانو په اړه عدالتي پلټنې غواړي او د جیو په مسله څه د منځ لاره راویستل غواړي چې د صحافت په ازادۍ هم څه معامله وو نه کړي او د یو ذمه دار صحافت کولو په اړه په صحافتي ادارو او کارکونکو هم زور واچوي تر څو د یو اړخیز نشریاتو او بغیر د ثبوت لگول شوو تورونو نه هم ډډه وکړي. گڼي نو مبصرین وايي که په صحافیانو د حملو روڼ تحقیقات نه کیږي او پکې ککړ لاسونه نه سزا کیږي، نو هیڅ بعید نه دی چې ائنده کې به هم آي ایس آي الزاماتو سره مخ وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG