لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د میډیا په سر مقتدر او سیاسي قوتونه ښکر په ښکر

په پاکستان کې یوه خبریال باندې حملې او په حمله کې د هیواد استخباراتي ادارې آي ایس آي د لاس لرلو تور د ډیرو مخونه راڅرگند کړې. "حمله آي ایس آي نه ده کړې ـ نا، په حمله کې آي ایس آي لاس لري ـ نو که حمله آي ایس آي کړي نو بیا يي خبریال ولې ژوندی پریښود ـ په آي ایس آي باندې تور لگول غداري ده ـ نا، د خلگو اواز بندول غداري ده."

په دغه تاؤده بحث کې د آي ایس آي د دفاع لپاره دلیلونه لا ختم شوي نه وو چې د فوج مشر د سه شبنې په ورځ ناڅاپي د آي ایس آي د سر دفتر دوره وکړه او افسرانو ته يي شاباسي هم ورکړه.
په پاکستان کې که یوې خوا خلگ د مطبوعاتو او استخباراتي ادارې په حواله سره ویشل شوي نو بلې خوا د وزیراعظم نوازشریف لخوا کراچۍ کې د حامد میر حال پوښتنه، له میډیا سره د یوالې څرگندونه او د فوجي مشر آي ایس آي سردفتر ته تگ په هکله ځېنې څیړونکې وايي د جمهوري قوتونو او د فوجي ادارو ترمنځه نوي صف بندي شورو شوي او ډیر واضحه پیغامونه يي یو بل ته ورکړي.
په اسلام آباد کې ددفاعي چارو څیړونکی پخواني جنرال طلعت مسعود ددې سره موافقه لري چې د صفونو برابرولو عمل روان دی، دواړه ادارې دده په وینا اوسنۍ وضعه کې هیواد د بې ثباتۍ لوري ته روان کړی. هغه وویل وزیراعظم یوازې د حامد میر پوښتنې ته نه دی ورغلی بلکه میډیا له ورغلی وو چې دا وخت ډیر اغیز من رول لري. دده له خولي "دا بد بختانه غلط فهمیانې دي او دا په ډاگه کوي چې دوي ټول ځان خوندي نه گڼي او بچگانه عمل کوي."
خو په پیښور کې د سیاسي چارو څیړونکی پروفیسر خادم حسین بیا وايي داسې نه ده، فوجي استخباراتي ادارې په خیریال حامد میر د حملې نه یوازې غندنه کړې بلکه د بې پلوه پلټنو غوښتنه يي هم کړې. هغه راته وویل فوجي مشر که د آي ایس آي سر دفتر ته ورغلی نو "ځما په گمان استخباراتی اداره باندې نزدې له هرې لورې گزارونه وشول او کیدی شي مورال يي راغورځیدلی وي نو دا ضروري وه چې هغه (جنرال راحیل شریف) ورشي او حوصله ورکړي."
ښاغلي خادم حسین وویل د اختیاراتو او تگ لارو باندې د کنټرول تنازعه له ډیره وخته د جمهوري او فوجي ادارو ترمنځه روانه ده خو په دې کې به بریا د جمهوري ادارو وي.
بلې لور د پاکستاني فوج پخواني مشر جنرال اسلم بیگ انگریزي ورځپاڼي دې نیشن ته یوه مرکه کې ویلي چې د فوج او ولسي حکومت ترمېنځه کړکیچ ډیر ژور شوی دی او د دریو ټکو یوه فارموله يي وړاندې کړې چې وايي ولسي حکومت دې فوجي چارو کې مداخله نه کوي نه دې هم بیانيي ورپسې جاري کوي او دا چې د پخوانی فوجي واکمن جنرال پرویز مشرف پرضد دې د غدارۍ مقدمه بیرته واخیستل شي. هغه ادعا کوي هم دغه فارموله د کړکیچ د حل یوازینۍ لار ده او گواښنه يي کړې که چیرې داسې ونه شي نو فوجي جرنیل به واک داسې په لاس کې واخلي څه ډول چې په مصر کې جنرال السیسي واخیست.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG