سرداري علي ټکر د پښتو موسیقۍ په عصري هنرمندانو کې لوې نوم دی. د نهې یا سه شنبې په ورځ يي د پښتنو په تاریخ کې یو بل اهم گام پورته کړو او اوسلو کې په کومه دستوره کې چې ملاله یوسفزۍ ته د امن نوبیل انعام ورکړی کیدو، هلته خپله ژبه کې "ته بي بي شیرینه يي" سندره وویله.
سردارعلي ټکر د بي بي شیرینې سندرې موسیقي هم تیاره کړې ده. ټکر صیب په موجوده وخت کې واشنگټن کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خدمات ترسره کوي.
د بي بي شیرنې سندرې شاعري د ډیوه ریډیو بل خبریال بهروز خان کړې ده.
سردارې علي ټکر سره د هغه ژوند او فن په اړه د ډیوه ریډیو همکار رحمان بونیري یوه تفصیلي وډیو مرکه کړې ده.