لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هرپښتون په کور کې پیغله ملاله ده خو که وزرې يي پرې نکړی شي


ضیاالدین په پښتنو پلارانو غږ وکړو چې په پښتنه ټولنه کې د پیړیو راهسې په میرمنو کیدونکې زور زیاتې مخه دې ونیسي او پیغلو ته دې هم د ځامنو په رنگ د تعلیم، کار روزگار او د وړاندې تلو موقعې برابر کړي
ضیاالدین په پښتنو پلارانو غږ وکړو چې په پښتنه ټولنه کې د پیړیو راهسې په میرمنو کیدونکې زور زیاتې مخه دې ونیسي او پیغلو ته دې هم د ځامنو په رنگ د تعلیم، کار روزگار او د وړاندې تلو موقعې برابر کړي

امریکا کې د جون د میاشت دریم اتوار یا یکشنبې ورځ د پلار د ورځې په توگه نمانځلی کیږي چې د بچو او د کورنۍ په پالنه کې د پلار خدماتو ستائنه کولی شي او پیرزونې ورته وړاندې کیږي.

د پلار د ورځې یا د فادرز ډی په موقع د امریکې صدر براک اوباما هم پلارانو ته مبارکې ویلي او د کورنۍ او د بچو په پام ساتنه کې د پلارانو خدمات د ستائنې په ټکو کې یاد کړل.

د امن نوبل انعام گټونکې د سوات ملاله یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزۍ د فادر ډی په موقع د وي او ای بله ډیوه پروگرام کې میلمه وو. هغه وویل ملاله ورته د فادر ډی په موقع د مبارکۍ پیغام ورکړی دی.

د فادر ډی په موقع خپل پیغام کې ضیاالدین یوسفزۍ د پښتنو پیغلو د صلاحیتونو ذکر وکړو. هغه وویل د هر پښتنو په کور کې پیغله ملاله ده خو د هغوي وزرې پریکړی شي او دا رنگ د خپلو صلاحیتونو څرگندولو نه محرومه پاتې کړی شي.

ضیاالدین يوسفزۍ خپل ژوند کې د خپل پلار د کرادار ستائنه وکړه او وې ویل پلار هغه ته د مخکې تلو حوصله ورکړې او د هغه رهنمائي يي کړې ده.

ضیاالدین په پښتنو پلارانو غږ وکړو چې په پښتنه ټولنه کې د پیړیو راهسې په میرمنو کیدونکې زور زیاتې مخه دې ونیسي او پیغلو ته دې هم د ځامنو په رنگ د تعلیم، کار روزگار او د وړاندې تلو موقعې برابر کړي.

ښاغلې ضیاالدین بله ډیوه پروگرام کې د ناهید سحر سره میلمه وو. د پروگرام دغه برخه دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:10:07 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG