لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني سکولونو یو تنظیم نوبل انعام یافته ملاله غندي


تیره میاشت ملاله یوسفزۍ ته د هندوستان د کیلاش ستیارتي سره په شریکه ماشومانو د حقونو د پاره د کار په سر د نړۍ د امن تر ټولو لوې انعام نوبیل پیس پرائز هم ورکړی شو
تیره میاشت ملاله یوسفزۍ ته د هندوستان د کیلاش ستیارتي سره په شریکه ماشومانو د حقونو د پاره د کار په سر د نړۍ د امن تر ټولو لوې انعام نوبیل پیس پرائز هم ورکړی شو

پاکستان کې د غیر حکومتي سکولونو یو تنظیم د گل یا د دوشنبې په ورځ "ايي ایم ناټ ملاله" یا "زه ملاله نه یم" په نوم ورځ ولمانځله.

د ال پاکستان پرائیویټ سکولز فیډریشن ویلي ورځ يي لیکوال سلمان رشدي دپاره د ملاله یوسفزۍ د ستائنې د غندنې په توگه لمانځلې ده.

د ال پاکستان پرائیویټ سکولز فیډیریشن مشر مرزا کاشف علي وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په ټیلې فون مرکه کې وویل د ملاله کتاب "ايي ایم ملاله" د اسلام، پاکستان او د پاکستان د ائین خلاف دی او هغوي په خپلو سکولونو او د سکولونو په کتابخانو کې پرې پابندي لگولې ده. هغه وویل کتاب به د دوي د سکولونو په نصاب کې نشې شاملولی.

د پاکستان ددغه تنظیم لخوا د ملاله د کتاب د مخالفت برعکس د امریکې جارج واشنگټن یونیورسټۍ د هغې کتاب د نصاب برخه جوړول غواړي. د یونیورسټۍ د نړي والو ښځو څانگه د نومبر په ١٣ مه نیټه د ايي ایم ملاله د ناشر لټل براون اینډ کو سره ویني چې څنگه د ملاله کتاب د نصاب برخه کي.

مرزا کاشف وايي ملاله یوسفزۍ خپله کتاب کې ځان د سلمان رشدي او د بنگله دیش لیکوالې تسلیما نسرین د نظریاتو سره تړلی دی نو ځکه يي غندنه کوي.

مرزا کاشف علي یو بیل بیان کې ویلي خپل کتاب "ايي ایم ملاله" کې ملاله د خپل پلار د خیالاتو په لړ کې د سلمان رشدي د کتاب ذکر د رائې د ازادۍ په حواله کوي. اسلامي نړۍ کې گڼ شمیر خلک گڼي چې د سلمان رشدي کتاب سټینک ورسزد اسلام سپکاوي کوي او په گڼو هیوادونو کې پرې پابندي لگیدلې ده. د ایران مذهبي مشر لخوا هغه ته د مرگ سزا اورول شوې ده.

دا وړمبي ځل نه دی چې پاکستان کې په ملاله تنقید شوی دی. ددې نه وړاندې هم د میډیا او د سیاست ځېنې عناصرو د ملاله د کوششونو غندنه او د هغې د شخصیت مخالفت کړی دی.

د واشنگټن این پې ار ریډیو یو رپورټ کې وايي خپلو ډیرو مرکو کې ملاله یوسفزنۍ د مکالمې، د امن او بخښنې وکالت کړی دی او کله چې هغه امریکې ته راغلې وه او صدر براک اوباما سره يي وائټ هاوس کې لیدل نو این پې ار وايي ملاله یوسفزۍ براک اوباما ته وویل د پاکستان په قبائیلي سېمو کې ډرون حملې ترهگري راپاروي.

د پاکستان د انگریزۍ ژبې یوه ورځپاڼه "پاکستان ټوډی" لیکې چې د ملاله یوسفزۍ د کتاب د چاپ کیدو سره سم ددې په حق او مخالفت کې تاوده بحثونه شورو شول او ځېنو ریاست پلوه مشهورو صحافیانو هم شکوک و شبهات راپورته کړل او پوښتنه به يي کوله چې یوه ١٦کلنه جینۍ څه رنگ په نړي والو چارو دومره ژورې تجزیي لیکلی شي.

خو د ملاله یوسفزۍ په پلویانو کې لکه د طبیاتو مشهور ماهر پروفیسر پرویز هودبوائي شامل دی چې د هغې د لیک او بهادرۍ ستائنه کوي.

ملاله یوسفزۍ د سوات سره تعلق لري او د جینکو د تعلیم او حقونو دپاره غږ پورته کولو په سر په کال ٢٠١٢ کې طالبانو هغه په یوه حمله سخته ژوبل کړې وه.

برطانیه کې د هغې د سر علاج او صحت یابۍ ورسته ملالې خپل غږ خاموش کړی نه دی. هغې د نړۍ په گوټ گوټ کې د ښځو د تعلیم او حقونو دپاره خپل اواز پورته کړی دی. او هرځائې يي احترام، اعزاز او ستائنه شوي ده.

تیره میاشت ملاله یوسفزۍ ته د هندوستان د کیلاش ستیارتي سره په شریکه ماشومانو د حقونو د پاره د کار په سر د نړۍ د امن تر ټولو لوې انعام نوبیل پیس پرائز هم ورکړی شو.

ډیوه ریډیو سره مرکه کې د ال پاکستان پرائیویټ سکولز فیډریشن مشر مرزا کاشف علي وویل د پاکستاني قوانینو دلاندې هغوي داسې کوم کتاب په خپلو سکولونو کې نشې شاملولی چې د پاکستان د ائین خلاف وي. خو د هغه نه چې تپوس وشو چې آیا وړاندې يي په بل کوم کتاب پابندي لگولې ده نو وې ویل بل داسې کوم کتاب نیشته.

هغه وویل کله چې په ملاله حمله وشوه نو هغوي يي ملاتړ وکړو خو اوس يي کتاب کې د هغې د خیالاتو په سر مخالفت کوي. هغه وویل هرکال د نومبر په لسمه نیټه به "ايي ایم ناټ ملاله ورځ لمانځلی" کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG