لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کیلاش قبیلې ته د طالبانو گواښ


لیکوال افتخار حسین د کیلاش ماشومانو سره
لیکوال افتخار حسین د کیلاش ماشومانو سره
د پاکستان په ترخ کښې مېشت د سرښار اسلام آباد نه تقریباً ٣٠٠ کلومیټره لرې پخواني یوناني نژادو کیلاشیانو ته اسلام پلوه طالبانو په یو نوي وډیو کې د اسلام قبولو او یا بیا مرگ ته د تیاریدو گواښ وکړی.
د څو سونو کورونو دغو پخوانو د یوناني نسل دغه خلک په پاکستان کې د سیلگرو لپاره د عجوبې نه کم نه دي. دوي مذهبي عقیده لري، خپل کلتور دود دستور لري او زنانه يي مخصوص رنگین کالي اغوندي او رنگا رنگ ډول سنگار کوي.
د کیلاش خلک د خپلو گډاگانو لپاره مشهور دي او اکثره په ځائې نړي والو مطبوعاتو کې هم د دوي گډا ښودل کیږي. دوي مړي ښخۍ نه بلکه په صندوقونو کې يي په ډاگه ایږدي. د مړي په وخت د غم په ځائې دوي درنې ډوډۍ گانې پخۍ او ډول سورڼې غږوي. په مذهبي توگه دوي لکه د پخواني یونانیانو په رنگ په مختلفو خدایانو عقیده لري.
کیلاشیان د چترال بازار نه لري په غرب کې دواو وادیانو بمبوریت او رامبور کې میشته دي. دا د غرونو په مېنځ کې ځان له شنې سمسورې سېمې دي چې د افغانستان د نورستان سره پوله لري. ددغه علاقې د قدرتي حسن په وجه ورته هر کال په لکونو خارجي او د هیواد دننه نه سیلگري ورځي.
سېمې کې د سیلگرو ددلچسپۍ یو خبره د سپرلې د هرکلې دپاره د چلم جوش په نوم کیدونکې میله هم ده.
خو ـــ په تیرو څو کلونو کښې مذهبي تند روه ډلې د چترال او نورو شا او خوا ځایونو کې ډیرې فعاله شوي دي چې د پخواني یونانیانو دغه نسل خلکو لپاره د یو غټ گواښ نه کم نه دي. څیړونکې وايي د خطر سره مخ ددې تهذیب خلک د وړاندې نه د فشار د لاندې دې او د خپلی بقا لپاره ځېنو پکې مجبوراً اسلام قبول کړی دی.
د طالبانو وډیو ددې قدیمې قبیلې د بقا لپاره موجود خطرات یو وارې رابرسیره کړې دي. دا دړکې د طالبانو لخوا په داسې وخت کې رامېنځته شوي چې حکومت ورسره امن خبرې اترې پیل کړې. طالبان وايي چې که پاکستان کې شریعت نافظ شو نو بیا به دغه غیر مسلمو ته خپل حقونه ورکوي خو دا نه ده معلومه چې کوم حقونه دي.
د کیلاشیانو د ژوند په هکله د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال افتخارحسین وړاندې تیار کړی شوی رپورټ دلته اوریدی ش:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:52 0:00
Direct link

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG