لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گواښونو خبریال حبیب الرحمان تاثیر کوټه په پریښودلو مجبور کړ


حبیب الرحمان تاثیر شاعر او لیکوال دې او د پنځو بچیانو پلار دې
حبیب الرحمان تاثیر شاعر او لیکوال دې او د پنځو بچیانو پلار دې

"د خپل سر فکر مې کله هم نه دی کړئ چې پدې له لومړۍ ورځې څخه پوهه وم دریمه نړۍ کې خبریالي د سر په سودا کیږي. خوکله چې یي د ماشومانو د وژنې ګواښونه راکړل نو د کوټی ښار څه چې پاکستان پریشودلو ته مجبور شوم."

دا خبری حبېب الرحمان تاثېر راته وکړی چا چې د نامعلومه کسانو لخوا له دهړکو وروسته له کوټې شار څخه کډه کړیده. تاثیر د وائس آف جرمني د پښتو څانګې لپاره په کړ کېچ ځپلې بلوچستان ایالت کې کار کاوه. شاعر او لیکوال دې او د پنځو بچیانو پلار دې.

ډیوه ریډیو سره له افغانستان څخه یوه ټېلي فوني مرکه کې هغه وه ووېل نامعلومه کسانو چې کچه اردو ژبه ېي وېله ورته وه وېل چې رپورټونه ېی د هغوي د "پالېسۍ" پرضد دي او د یو څو ساعتو موده ېي راکړه چې کوټه پریژده ګنې بچیان دې رامعلوم دي چې چېری سبق واېي. د ده په وینا له هغه ټېلي فون وروسته ورته داسې احساسېده چې بچیان ېي وژل شویدي. او پدی نه دی پوه شوې چې څه ډول افغانستان ته له خپلې کډې سره واوشتئ.

د یوی پوشتنې په ځواب کې تاثېر واېي خپل رپورټونو کې ېي داسې څه نه دي وېلي چې د ژورناليزم د اصولونو برخلاف وي البته د عامو خلکو ستونزې ېي د رپورټونو برخه وه. کله چې مو وپوښتل سرکاري چارواکي مو پدی حقله خبر کړي وو؟ نو هغه ووه وېل بلوچستان کې په یوه لسېزه کې ۴۰ ملګري خبریالان وژل شوي نه خو د چا قاتل نېول شوې او نه هم د چا خطا معلو شوه.

حبېب الرحمان تاثېر د کوټې ښار له هغه وروستو پرېښود چې څو ورځې وړاندی هلته د یوی شخصي خبري اداری په دفتر باندی حمله کې د دوو خبریالانو په شمول درې کسان ووژل شو. د خبریالانو د حقونو لپاره کار کونکي ادارې فریډم نېټ ورک مشر اقبال خټک و تاثیر ته د ګواښونو غندنه کړی او د پاکستان له حکومت څخه ېی پدی باب د موثره اقداماتو غوښتنه کړی.

حبیب الرحمان تاثیر سره د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو نصیر احمد کاکړ مرکه دلته اوریدی شۍ:

حبیب الرحمان تاثیر
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG