لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان منلې د طالبانو ځېنې بیلې شوي ډلې داعیش کې شاملې شوي


د پاکستان په ځېنې ښارونو کې د داعیش شبنامې خورې شوې دي
د پاکستان په ځېنې ښارونو کې د داعیش شبنامې خورې شوې دي

د پاکستان خارجه سکتر اعزاز احمد چودهري ویلي د شام او عراق وسله واله ډله داعیش پاکستان کې کوم وجود نه لري ولې دا يي منلې چې د پاکستاني طالبانو څخه بیلې شوي ځېنې ډلو داعیش کې د شاملیدو اعلان کړی.

خارجه سکتر د سینیټ د خارجه چارو کمیټۍ ته یو اورنې په مهال ویلي چې د طالبانو بیل شوي ډلې د خلکو توجه ځان ته راگرځولو دپاره دا کار کوي. دې بریفنگ په مهال د خارجه وزارت چارواکې ویلي چې داعیش یو خطر دی.

د سنیټ د خارجه چارو د کمیټۍ مشر سنیټر حاجي عدیل وي او ای ډیوه ته د بریفنگ ورسته یوې مرکې کې ویلي چې د پاکستان دغه غیر واضحه پالیسۍ په هکله يي د خارجه چارو دغه چارواکې نه نېغې پوښتنې کړې. سنیټر حاجي عدیل وایي دغه چارواکې نه يي چې کله وپوښتل د طالبانو کمانډر حافظ سعید د لال مسجد مولانا عبدالعزیز ښځې په وډیوگانو کې پخپله داعیش سره د الحاق اعلان کړی او نور یو شمیر شواهد موجود دي نو د خارجه وزارت دې چارواکې ځواب ورکړو چې که چرې داسې وي نو بیا پکار ده چې د کورنیو چارو وزارت په دې لړ کې مناسب گامونه واخلي.

د پاکستان حکومت دداعیش په هیواد کې د موجودگۍ نه انکار کوي خو تجزیه کار او خپله داعیش مني چې دې سېمې ته خپل اثر غزولی دی. په انټرنیټ یو وډیو کې داعیش ویلي چې د خراسان په سیمه کې يي خپلې څانگې پرانستې دي. خراسان د موجوده افغانستان او پاکستان یو تاریخي نوم دی.

د سنیټر حاجي عدیل سره مرکه اسلام آباد کې د ډیوه خبریال پیر ولایت شاه کړې دلته يي اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG