لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک وائي دترهه گرۍ مخنيوي لپاره گډو هڅو ته اړتيا ده


دپاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک دنهې په ورځ دايران پايتخت تهران کې ددغه هيواد دصدر محمود احمدي نژاد سره ليدنه کړې اؤ هغه سره يې داړونده خوښۍ په چارو خبرې اترې کړي دي
دپاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک دنهې په ورځ دايران پايتخت تهران کې ددغه هيواد دصدر محمود احمدي نژاد سره ليدنه کړې اؤ هغه سره يې داړونده خوښۍ په چارو خبرې اترې کړي دي
دپاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک دنهې په ورځ دايران پايتخت تهران کې ددغه هيواد دصدر محمود احمدي نژاد سره ليدنه کړې اؤ هغه سره يې داړونده خوښۍ په چارو خبرې اترې کړي دي.
احمدي نژاد سره دليدنې وروستو ميډيا سره خبرو کې رحمان ملک دغه ليدنه ښه وگرځوله اؤ وې وئيل چې ددواړو هيواودونو ترمينځ دسمگلنگ دمخنيوي اؤ تجارت دښه کولو لپاره ايراني صدر ددوؤ نورو پوستو دجوړولو سره اتفاق کړى دى اؤ ددواړو لورو څخه به چارواکي په دې اړه دمارچ دمياشتې په لمړۍ اوونۍ کې يوه ليدنه کوي.
هغه وويل چې ايراني صدر دکوټې په دردناکه پيښه دخواخوږۍ څرگندونه کړې اؤ زياته يې کړه چې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دمخنيوي لپاره گډو هلو ځلو ته اړتيا ده.
دهغه وينا وه محمود احمدي نژاد ته يې دصدر اصف علي زرداري نيکې پيرزوئينې وړاندې کړي دي.
دکورنو چارو وزير وويل پاکستان اؤ ايران دوه اسلامي گاونډي هيوادونه ده اؤ زياته يې کړه چې ايران په هر سخت وخت کې دپاکستان ملاتړ کړى دى.
دهغه وينا وه پاکستان اؤ ايران يوه اوږده شريکه پوله لري اؤ زياته يې کړه چې په پولو دمعاملو دهواري لپاره گډو هڅو ته اړتيا ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG