Saturday, July 26, 2014 Local time: 11:09

خبرونه

"ډبل شاه ډیر په څټ کښې وهلې دي"

"ډبل شاه" هغه فرضي نوم دی چې د  ١٠٠ ؤ زرو روپو ورکولو په بدل کښې میاشت ورستو، دوه سوه زرو روپو ورکولو وعده کوي. دغه تن د ښار په کومه کوڅه کښې یا دوکان کښې، د ټیکدار، د موټر بارگین او یا د دوکاندار په شکل کښې په ورو ورود پیسو لالچیان او بې وسه کاروباریان د سود په یو نه ختمیدونکې جال کې کړوي
"ډبل شاه" هغه فرضي نوم دی چې د ١٠٠ ؤ زرو روپو ورکولو په بدل کښې میاشت ورستو، دوه سوه زرو روپو ورکولو وعده کوي. دغه تن د ښار په کومه کوڅه کښې یا دوکان کښې، د ټیکدار، د موټر بارگین او یا د دوکاندار په شکل کښې په ورو ورود پیسو لالچیان او بې وسه کاروباریان د سود په یو نه ختمیدونکې جال کې کړوي
د پاکستان په ډیرو ښارونو او سیمو کې د زر تر زره مالداریدو او پیسو گټلو په لالچ کې ډیر خلک ډبل شاه په څټ کې وهلې دي.
"ډبل شاه" هغه فرضي نوم دی چې د  ١٠٠ ؤ زرو روپو ورکولو په بدل کښې میاشت ورستو، دوه سوه زرو روپو ورکولو وعده کوي. دغه تن د ښار په کومه کوڅه کښې یا دوکان کښې، د ټیکدار، د موټر بارگین او یا د دوکاندار په شکل کښې په ورو ورود پیسو لالچیان او بې وسه کاروباریان د سود په یو نه ختمیدونکې جال کې کړوي.
"ډبل شاه" په یو پسې د دوه ورکولو وعدې ترڅنگ د انډر پلی کاروبار او په نیټه څاجتمندو ته پیسې ورکوي. انډر پلی د انگریزۍ  ټکی دی. دا اصطلاح د حاجتمند نه په کمه بیعه مزکه یا گاډی اخستل  او بل ضرورت مند ته په غټ سود او په گرانه بیعه خرڅولو لپاره کارول کیږي.
دغه شان "نیټه" هم د سودي کاروبار یوه بله اصطلاح ده. لکه څنگه چې د نوم نه ظاهره ده، په نیټه کښې پیسې د خاص مودې لپاره په سود ورکول کیږي.
وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په بحث کښې د ډبل شاه، انډرپلی او نټې په اړه د خبرو په وخت د غیر رسمي سودي کاروبار ماهرینو ویلي چې د پاکستاني بینکونو لخوا خلکو ته د قرضو ورکولو گران سسټم ډیر خلک یو بل سره په غټ سود د پیسو په لین دین مجبور کړې دي. ددوې د اندازو مطابق ډیرسوداگر او د جائداد خاوندان د خپلو حقو حلالو گټو وټو نه محروم شوې.
د مردان نه د عوامي نیشنل پارټۍ پارلیماني غړی حمایت الله مایار هم دغه کاروبار اندیښنه ښودي. نوموړي ډیوه ریډیو ته ویلي چې د غیر رسمي سودي کاروبار موضوع يي په قامي اسمبلۍ کښې هم پورته کړې.
په ډبل شاه اودې سره د تړلو نورو سودي کاروبارونو په اړه نور معلومات تاسو د وایس اف امریکا ډیوه ریډیو "بازار" پروگرام کښې په لاندې لنک اوریدی شۍ. د بحث کوربه افتخار حسین دی:
Bazaar Show Underplay Business
Bazaar Show Underplay Businessi
|| 0:00:00
...
 
🔇
X

ژوندۍ ویډیو


                         
Your JavaScript is turned off or you have an old version of Adobe's Flash Player. Get the latest Flash player.
ډیوه ریډیو به ټیلې ویژنi
X
25.07.2014 17:00
پاکستان د شپې ١٠ بجې او د افغانستان د شپې ٩ نیمې بجو نه تر یوساعت پورې په سیټلائیټ ټیلې ویژن او د ډیوه ریډیو په ویب پاڼه هم کتلی شۍ. په سیټلائیټ به دا خپرونه په ایشیا سیټ ترې چینل ۴٦ باندې لیدل کیږي.د ډیوه ریډیو د ویب پاڼې درک دا دی