لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستانۍ زنانه دبرابرۍ بدترین صورتحال سره مخ دي


په ورستي کلونو کې پاکستان زنانه ؤ ته هم امنیتي ځواکونو کې د کارروزگار دروازې پرانستلې. د کال ٢٠١٣ دې تصویر کې د هوائي پوځ د جنگې جهاز پائلټه عائشه فاروق لیدل کیږي
په ورستي کلونو کې پاکستان زنانه ؤ ته هم امنیتي ځواکونو کې د کارروزگار دروازې پرانستلې. د کال ٢٠١٣ دې تصویر کې د هوائي پوځ د جنگې جهاز پائلټه عائشه فاروق لیدل کیږي

د صحت خیرښیگړې، تعلیم او کار روزگار ته د رسائي په لړ کې پاکستانۍ زنانه د سړو په مقابله کې د نړۍ بدترین نا هموارۍ سره مخ دي. دا خبره جنیوا کې میشته اقتصادي تنظیم ورلډ اکنامک فورم خپل یو سالانه رپورټ کې کړې ده.

د ورلډ اکنامک فورم رپورټ وايي د زنانه ؤ د برابرۍ په حواله د نړۍ د ١۴٢ هیوادونو په فهرست کې پاکستان په ١۴١ شمیره ولاړ دی.

رپورټ وايي پاکستان پرله پسې په دویم کال هم په اخیرۍ دویم پړاو ولاړ هیواد دی. یواځې یمن په دغه درجه بندۍ کې د پاکستان نه ورسته او د فهرست په اخیر کې پروت دی.

د پاکستان گاونډې او حریف هیواد هندوستان چې د نړۍ راپورته کیدونکی اقتصادي قوت گڼلی کیږي په دغه فهرست کې په ١١۴ درجه ولاړ دی.

د زنانه او د برابرۍ او موقعو په حساب امریکا په ٢٠ درجه ده. یمن او چډ په خپل ځائې په اخیره کې ولاړ دي.

د زنانه او سړو د برابرۍ یا مساوات په حواله ائیس لینډ، فن لینډ، ناروی، سویډن او ډنمارک د نړۍ د سر پنځه هیوادونه دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG