لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوڅو په تاریخ د ریاست یرغل؟


Para pengendara sepeda bersepeda di putaran ke-11 Tour de France ke-102 dari Pau ke Cauterets di pegunungan Pyrenees Perancis.
Para pengendara sepeda bersepeda di putaran ke-11 Tour de France ke-102 dari Pau ke Cauterets di pegunungan Pyrenees Perancis.
بلوچستان کې په گوادر او تربت ښارونو کې پولیس د کتابونو په مخلتفو دکانونو چاپې وهلې دي او کرکه راپارونکې مواد خرڅولو په الزام يي درې دکانداران گرفتار کړې، کتابونه او سې ډې يي خپله قبضه کې اخېستې دي.
د گوادر ضلعې د پولیس مشر پرویز خان ویلي د کتاب فروشانو خلاف کاروائي ځکه شوي چې نیول شوی مواد د پاکستان او پوځ خلاف وو.
درې دکانداران گرفتار شوي دي.
نیول شوو کتابونو کې د مختلفو منصنفینو کتابونه شامل دي. یو لیکوال د میجر مجید په نوم یادیږي چې د بلوڅۍ ژبي کتاب "وائی وطن هشک دار" يي لیکلی دی. د کتاب د نوم ترجمه ده: چې زمونږ په وطن کې یو وچ لرگی هم وي زمونږ لپاره ډیر لوې شی دی.
"تاریخ بلوچستان" په نوم د منصنف لالا هتو رام کتاب او د شاه محمد مري کتاب "بلوڅ" هم د پولیس په قبضه شوي کتابونو کې شامل دي.
نیول شوو دکاندارانو کې د خدا بخش په نوم کتاب فروش هم دی چې د گرفتارۍ د پولیس په حکم نامه کې يي د میجر مجید د کتاب حواله ورکړی شوي ده.
دکاندار د پولیس دعوه ردوي چې گني کتابونه د پاکستان پرضد دي. هغه وايي دا د بلوڅو دود دستور او د بلوڅو د شخړو په هکله تاریخي کتابونه دي.
گرفتار دکاندارانو ویلي د دوي خلاف د پولیس کاروائي نه وړاندې ورته نه خو څه خبرداری ورکړی شوی وو او ورته دا ویل شوي وو چې گني دوي څه غیر قانوني کتابونه خرڅوي.
بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د اطلاعاتو د وزارت یو لوړ رتبه چارواکې چې نوم يي نه څرگندول غوښتل ویلي په نیول شوو کتابونو باندې څه بندیز نشته.
بلوچستان کې د تیرې څه مودې راهسې د ټیټې کچې بغاوت روان دی، حکومتي چارواکې په بیلتون خوښو وسله والو بلوڅ ډلو په حکومت د حملو الزام لگوي. بلوڅ قام پرست ډلې وايي حکومت سیاسي مخالفین نیسې او د زور زیاتي سره يي مخامخ کوي.
بلوڅ سیاسي کارکن وايي په سلگونو بلوڅان بې درکه دي. ځېنې خلک گمان کوي چې د حکومتي او یا د استخباراتي ادارو په ولکه کې دي.
د انساني حقوقو ادارې وايي حکومت د بلوچستان کې د بغاوت د چکولو دپاره غیرقانوي اقدامات پورته کوي.
گوادر او تربت کې د کتابونو دکانونو باندې د پولیس کاروائي بلوچستان کې د اړې گړې نوی اړخ کیدی شي.
په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې گوادر او تربت کې کاروائي هم تر دغه دوه ځایونو محدوده ده او که نور سېمو ته يي هم د خوریدو امکان شته؟ د کاروائي فيصله د حکومت په کومه کچه شوي ده؟
د مرکزي حکومت د ردونو پرته، بلوڅ قام پرست ډلې په مرکزي حکومت د صوبې وسائلو د بې ځایه استعمال الزام لگوي.
گوادر او تربت تربت کې د کتابونو خلاف کاروائي ددې پوښتنو راپورته امکان پیدا کوي چې آیا اوس د بلوڅو په ادب، تاریخ او علمي ذخیرو هم د یرغل شوروعات شوي یا کیدونکې دي.
ممکنه ده چې حکومتي چارواکې په راتلونکو ورځو کې په دې هکله څه نور تفصیلات وړاندې کړي.
گوادر او تربت کې شوي پرمختگ تفصیل کوټې نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال حمید سمسور رپورټ کې دا ځائې اوریدی ش:
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00
Direct link

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG