لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب برلاسیتوب د پښتنو او بلوڅانو حقونه په داؤ کړی


ټاکل شوي لار به د بلوچستان گوادر بندر د چین سنکیانگ صوبې سره وتړي
ټاکل شوي لار به د بلوچستان گوادر بندر د چین سنکیانگ صوبې سره وتړي

د بلوچستان صوبې سیاسي مشران وايي په اسلام آباد کې د صوبې د اقتصاد او ترقۍ په اړه په جوړ شوي یو کانفرنس کې د وزیراعظم نواز شریف خبرو گوته په خوله پاتې کړې.

وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په خبرو کې د جمعیت علمااسلام غړې او په صوبه کې اپوزیشن لیډر مولانا عبدالوسع وايي د اسلام آباد درې ورځنۍ غونډه چې تیره هفته د بلوچستان د خوشحالۍ لپاره جوړه شوي وه هغه وخت ډیر خفه شو کله چې وزیراعظم د پاکستان او چین ترمېنځه اقتصاد ته ودې ورکولو لپاره د ریلوئ لائن او هائي وئ د ټاکل شوي منصوبې د لارو نه پرته د هغه نوي لارو نومونه واخیستل شول چې ټوله گټه يی یواځې پنجاب ته رسي. نوموړي زیاته کړه دغه غونډه کې نوازشریف د پاکستان وزیراعظم نه بلکه یو پنجابی قوم پرسته لیډر ښکاریدو او د پښتنو او بلوڅ قام پرسته مشران د هغه په وړاندې کمزوري لگیدل.

د مولانا عبدالواسع د پښتنو او بلوڅو سیاسي مشران د بې بسۍ څرگندونو په ځواب کې د صوبه بلوچستان د اطلاعاتو وزیر عبدالرحیم زیارتوال وویل دغه اندیښنې يي تیر کال په گوادر کې وزیراعظم نوازشریف ته د چینیانو په موجودگۍ کې څرگندې کړې وې او نواز شریف د منصوبې د لارو بدلولو په معامله حیرانه هم پاتې شوی وو خو زیارتوال دا وو نه ویل چې وزیراعظم حیرانه ولې پاتې شو؟ دا چې د لارو بدولو د منصوبې نه دې چا خبرې کړی نو او یا که په دې حیرانه شو چې قام پرسته مشرانو د پنجاب د مشر په وړاندې د خپل حق د خبرې هڅه وکړه؟ زیارتوال وايي د نوي لارو سره به دغه منصوبه اووه سوه کلومیټره نوره اوږده شي کومه چې د عقل سره سمه خبره نه ده.

د پاک چائنه اقتصادي منصوبې زړې او نوې لارې

زړې لارې: گوادر، خصدار، قلات، مستونگ، کوټه، قلعه سیف الله، ژوب، ډیره اسماعیل خان، حسن ابدال او د ایبټ اباد د لارې کاشغر، چین.

نوي لارې: خصدار، نوډیرو، شهزداد کوټ، د پنجاب د لارې ملتان، لاهور، حسن ابدال، ایبټ اباد دلارې کاشغر، چین.

د بلوچستان اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر مولانا عبدالواسع او د اطلاعاتو صوبائي وزیر عبدالرحیم زیارتوال نورې خبرې دلته اورید شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:02 0:00


  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG