لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپخواني چیف جسټس افتخار چودهري تود سوړ عدالت


د پاکستان سپریم کوټ چیف جسټس افتخار چودهري د مشر قاضي په توګه اته کلنۍ دوره د تودو سړو ډکه ده. د پخواني ډکټیټر جنرال پرویز مشرف په وړاندې اودریدل يې (بهادري) او منتخب وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني کور ته لیږل يې (عدالتي مارشل لا) ګڼل کیږي. د کوم چا سره د شرابو په بوتل نیولو پر سر قضیه پیلول يې عدالت ته مذهبي رنګ، او د بې نومه خط یا میمو په سر د پوځي دریځ پټه مرسته يې عدالت د پاکستان د (ژور ریاست) یوه ستن ګرځولې.
په پاکستان کې د (مشهور) جج په نوم ګټلو سره افتخار چودهري باندې دا تور لګول کیږي چې اکثره هغه عدالتي مقدمو ته يې زیات پام کوو چې هغه ته يې شهرت ورکوو. یا په نورو ټکو کې په هغو قضیو کې يې سخت دریځ لرو چې د هیواد واکمنی صوبې پنجاب کې د زیاتو خلکو د رایو سره يې سمون خوړو. لکه ـــ
ا) د ۲۰۰۸م نه تر ۲۰۱۲م پورې د هغه وخت واکمن پیپلز ګوند د حکومت پر ضد يې د این آر او (د ملي بیا پخلاینې) قانون نه منلو؛ په حکومت يې فشار اچوو چې سویټزرلینډ ته خط ولیږي چې د هغه وخت د منتخب صدر آصف علي زرداري مالي پنګې ښکاره کړي. او چې داسې او نه شول نو منتخب وزیراعظم يې د عدالت د سپکاوې په تور کور ته ولیږو. په دغو درې وانو قضیو کې د یوې صوبې د فکري اثر لاندې میډیا د عدالت د فیصلو په پټو سترګو ملاتړ کوو.
ب) بله ېي په ۲۰۰۹م کې د پي سي او ججانو پرضد فیصله وه. نوموړي نزدې سل داسې قاضیان کور ته ولیږل چې د پي سي او لاندې يې څوګند پورته کړی وو. وکیلانو په دغه فیصله خفګان ښودی وو. یوه وجه يې دا هم وه چې افتخار چودهري خپله هم د پي سي او لاندې حلف اخستې وو. بلکه چیف جسټس هم ځکه جوړ شوی وو چې د سپریم کوټ پینځو نورو ججانو د جنرال مشرف د کودتا وروسته، د پي سي او لاندی د حلف اخستو نه انکار کړی وو. نو ځکه افتخار چودهري ته د مشر قاضي جوړیدو چانس په لاس ورغلی وو .
ت) د لانجمن میمو په قضیه کې د سپریم کوټ په دریځ وتلی قانون پوه او لیکوال اعجاز سروپ واېي د چیف جسټس لخوا دغه قضیه د اوریدو لپاره قبلول یو غیر معمولي ګام وو. ښاغلی سروپ واېي د میمو لانجه د بهرنۍ تګلارې برخه وه خو د دغه لانجې په عدالت کې حل لټول یا خو یوه کمزورې فیصله وه او یا بیا دا په ښه نیت پېل شوې نه وه. د میمو د قضيې اوریدو باندې ځینو څیړونکو په عدالت تور لګولی وو چې په دغه مقدمه کې يې د وړاندې نه د پوځ د دریځ ملاتړ کړی او یو ځل بیا يې دا ښودې چې که د پوځي مشینرۍ او د پنجاب نه بهر د بل واکمن سیاسي حکومت ترمنځ شخړه راځي. نو زیات امکان دا دې چې عدالت به د (ژور ریاست) په حق کې رايې ورکوي.
ج) د کال ۲۰۰۷م د مۍ په دولسمه نیټه په کراچۍ کې پښتانه او د پاکستان پیپلز پارټۍ کارکنان د مطبوعاتو په مخه ډیر په بی رحمۍ د ایم کیو ایم په ټوپکو هغه وخت وژل شو چې د جلوسونو په شکل کې د چوهدري افتخار د هرکلي ته راوتلي وو. وکیلان پکې ژوندي وسیزل شو. خو چوهدري افتخار د هغه خلکو د قاتلاو په اړه هیڅ ونکړه. د افتخار چوهدري په اړه دا هم وېيل کیږي هر هغې خبر ته يې ډیره توجه کوله د کوم نه چې ورته په میډیا کې شهرت تر لاسه کیدو. چوهدري افتخار د خپل اند نه د پیښو نوټس اخستو یا سو موټو اخستلو په وجه هم ډیر شهرت لرو.
ح) د ډیرو قانوني او غیر قانوني نیوکو سره سره پری یو غټ تور دا هم دی چې خپل ځوی ډاکټر ارسلان يې د عدالت د پنجې نه بچ وساتو . په ډاکټر ارسلان تورونه دی د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض نه ېی په ملینونو روپۍ اعستي او په بدل کې يې ورته د سپریم کورټ لخوا د بحریه ټاون د لانجو په حل کې مرستې کړي.
د چیف جسټس افتخار چودهري لخوا پوځي امر ته ودریدل بیا هغه څه دي چې نوموړی يې مشهور کړی وو.
ا) نوموړي د یو پوځي ډیکټېټر جنرل پرویز مشرف په صدارت کې د لانجمن قانون پي سي او یا پرویژنل کانسټیټیوشنل آرډر لاندی څوګند پورته کړی وو. خو بیا یو وخت داسې راغې چې کله تری جنرل مشرف استعفی اوغوښته نو افتخار چودهري دغه غوښتنه د ملک په تاریخ کې په یو غټ تحریک کې بدل کړو. که هر څو هم چوهدري افتخار او نور ججان د خپلو څوکو نه لرې کړی شواو په کورونو کې قید کړی شو. خو د وکیلانو تحریک داسې زور اوموندو چې د ملک ډیری سیاسي ډلې يې په شاه ودریدې. او اخر جنرل مشرف مجبور شو چې د نوی منتخب حکومت فیصلې ته تسلیم شي.
ب) چوهدري افتخار په خپل وخت کې کوښښ وکړوچې د بلوچستان د ازادۍ غایب کړل شوي جنګ کونکي ازاد کړي . د پاکستان په استخباراتي ادارو تور دی چې په سونو بلوڅ یاغیان يې بی درکه کړي. د قبایلي سیمو او پښتونخوا د غایب کړی شوي زرګونو خلکو په حقله ېي هم څه ونه کړی شو. او ډیرو څیړنکارانو افتخار چودهري د ترهګرو په خلاف نرمه ګوښه لرونکې جج یاد کړی دی.
ت) په عدالت کې د بې درکه بلوڅانو په اړه قانوني جګړې به وړو صوبو کې شهرت بیا موندلی وو. خو قانوني څیړونکي پام کوي چې د درې کالو نه زیاې مودې پورې د قانوني جګړی وروسته هم چیف جسټس افتخار چودهري ګیله منو بلوڅانو ته انصاف ورکولو کې ناکامه شوې.
د جسټس افتخار چودهري ځینو نورو فیصلو او مقدمو لکه اصغر خان کیس کې د پخوانو جرنیلانو لخوا په انتخاباتو کې په درغلۍ ګرمول، هیجړاګانو ته قانوني حیثیت، په ښځو باندې د تیزابو د زیاتیدونکو حملو پرضد د پارلیمان نه د تیزابي حملو پر ضد د قانون جوړولو غوښتنه او داسې ځېنې نوری فیصلې دي چې افتخار چودهري یې په ځینو سیاسي ، او ټولنیزو ډلو کې مشهور کړی وو.
خو هغه پښتو کې واېي چې (اسمان) غریږي نو نه وریږي. که وکتل شي نو د افتخار چودهري ځینې ښې فیصلی یا مقدمی اکثره د استخباراتي ادارو، حکومتې چارواکو او سیاسي مشرانو پر ضد د شوره ډکې اوریدنې وې. خو عدالتې فیصلې ډیری کمې عملي شوې دي او بیا بیا دغه مقدمې د کومو نتیجو بغیر تر اوسه هم د سپریم کوټ د ججانو په عدالتي کوټو کې ګردش کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG