د بلوچستان مرکزی ښار کې د اتوار په ماښام د تشدد په بیلا بیلو پیښو کې درې کسان وژل شوي دي او ١٢ نور زخمیان دي.
د پولیسو د وینا ترمخه، د تشدد په یوه پیښه کې د کوټې په مرکز باچاخان چوک کې د یو دکان سره نزدې کسوړه کې ایښودی شوی بم د چاؤدیدو په نتیجه کې یو کس ووژل شو او ١٢ نور زخمیان شو.
په سمدستي توگه د بم چاودنې چا په غاړه د اخیستو څه رپورټ نه دی راغلی.
د تشدد په بله پیښه کې سریارب روډ باندې د وسله والو په ډزو کې دوه کسان ووژل شو.
کوټه کې د تشدد پپښې په داسې وخت شوي چې د ښار په بازارونو کې د اختر خریدارۍ دپاره گڼه گوڼه وه.
بلوچستان د ډیر وخت راهسې د ټیټې کچې بغاوت سره مخ دی او حکومتي چارواکې صوبه کې د تشدد ذمه واري په بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو اچوي.