لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : ټرېفکي پېښه کې اته کسان وژل شوي


پاکستان کې وخت په وخت دغه ډول ټريفکي پېښې رامنځته کيږي
پاکستان کې وخت په وخت دغه ډول ټريفکي پېښې رامنځته کيږي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په لسبېله ضلع کې د مسافرو د يو بس اوټرېلې ترمينځ د ټکر په نتيجه کې د زنانؤ او ماشومانو په گډون لږ تر لږه اته کسان وژل شوي ، او ۲۵ نور ژوبل شوي دي .

د راپورونو ترمخه دغه پېښه نن د گل په ورځ سحر د لسبېلې ضلعې په اوتهل تحصيل کې ار سي ډي سړک باندې رامنځته شوې ، او د کوئټې نه کراچۍ ته په لار د مسافر بس د ټرېلې سره جنگېدلی دی .

د چارواکو په وينا د پېښې په نتيجه کې په وژل شوؤ اته کسانو کې دوه زنانه او څلور ماشومان هم شامل دي . او راپورونه وايي په ژوبلو کې د څلورو کسانو روغتيايي حالت مرگونی دی .

د کوئټې او کراچۍ ترمينځ په دغې سړک نزدې اووه مياشتې وړاندې مسافر بسونه او د تېلو ټېنکر په ټکر شوي وو ، چې په نتيجه کې يي په گاډو اور لگېدلی او په دغې پېښه کې ۳۵ کسان وژل شوي وو .

پاکستان کې وخت په وخت دغه ډول ټريفکي پېښې رامنځته کيږي ، او د گاډو د ټکر علت زياتره د ډرائيورانو تېز رفتاري يا غفلت او د سړکونو خرابي گرځولی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG