لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: ذکریان او هندوان ـ مسلمانان شۍ گني.....


پاکستان کې ددفاعي چارو څیړونکی برگیډئیر سعد محمد خان وايي لښکر خراسان کال ٢٠١٠م کې وزیرستان کې د حافظ گل بهادر ډلې او حقاني ډلې وسله والو د ډرون بریدونو پرضد جوړ کړی وو او ورسته د تحریک طالبان پاکستان وسله وال هم پکې شامل شو
پاکستان کې ددفاعي چارو څیړونکی برگیډئیر سعد محمد خان وايي لښکر خراسان کال ٢٠١٠م کې وزیرستان کې د حافظ گل بهادر ډلې او حقاني ډلې وسله والو د ډرون بریدونو پرضد جوړ کړی وو او ورسته د تحریک طالبان پاکستان وسله وال هم پکې شامل شو

د پاکستان نا ارامه صوبې بلوچستان په مکران سېمه کې د یوې تندروه سني وسله والې ډلې لښکر خراسان لخوا د ذکري فرقې وگړو او هندو لږکیو ته تازه دړکو خلگو کې اندیښنې راپارولې، دې ډلې په دیوال لیکونو کې ذکریانو او هندوانو ته ویلي "یا دې مسلمانان شي یا دې مرگ ته تیار شي."

د ذکریانو شمیر شا ؤ خوا اته لکه دی چې زیاتره برخه يي د بلوچستان په جنوب غربي برخه مکران ډویژن او ځیني يي په کراچۍ، ایران او افغانستان کې هم میشته دي. دغه فرقه نزدې ۴٥٠ کاله زړه ده او د ملا محمد اټکي پیروکاران دي څوک چې د الله ذکر ته اهمیت ورکوي هم له دې کبله دغه فرقې ته ذکري ویل کیږي.

دا ډول بلوچستان کې د هندو لږکیو شمیر تر ٣٠ زره زیات دی خو اوس ډیرې کورنۍ د خرابې امنیتي وضعي له امله نورو سېمو ته کډه شوي دي.

د ملت پاله بلوچستان نیشنل گوند ځائې مشر آغا حسن بلوچ وايي لښکر خراسان د ریاست په مرسته بلوچې سېمو ته ورغلی چې د بلوڅو ترمېنځ فرقه ایزه جگړه شروع کړې.

د بشري حقونو د سازمان فعاله غړی ډاکټر فیض بلوڅ ډیوه ریډیو سره خبرو کې ویلي لښکر خراسان په ٢٧م جولائي څلور ذکریان تربت کې وژلي او د نورو وژنو گواښنه يي هم کړې. هغه وايي د بشري حقونو سازمان ددې وضعې له ډیر نزدې څخه څارنه کوي او ډیر زر به رپورټ ورباندې خپور کړي.

پاکستان کې ددفاعي چارو څیړونکی برگیډئیر سعدمحمد خان وايي د هیواد استخبارات د تندروه وسله والو ډلو له لارې ډیره خطرناکه لوبه کوي او بلوڅي سیمو کې دې ډلو ته د بیلتون خوښو مبارزه کمزوره کولو هدف يي ورکړی چې پخپله به د پاکستان لپاره ډیرې بدې نتیجې راوړي. سعد محمد خان وايي لښکر خراسان کال ٢٠١٠م کې وزیرستان کې د حافظ گل بهادر ډلې او حقاني ډلې وسله والو د ډرون بریدونو پرضد جوړ کړی وو او ورسته د تحریک طالبان پاکستان وسله وال هم پکې شامل شو.

پروفیسر ډاکټر محمد تقي په دې هقله ډیوه ریډیو ته وویل د هر ترهگر لښکر سر دفتر په پنجاب کې دی. هغه وايي کومه لوبه چې د پښتنو په وطن جاري ساتل شوي ده دا ډول لوبه د پاکستان استخباراتي ادارې د بلوڅو په سېمه کې کول غواړي چې بلوڅ کمزوري کړې او د غیر ریاستي عناصرو له لارې د ریاست عملداري ټینگه کړي.

د ذکریانو او لښکر خراسان په باب نور تفصیل د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو د روانو چارو خپرونه هیلو وي او ای کې اوریدی شۍ چې کوربه يي نصیر احمد کاکړ دی:

د مکران ذکریانو وسله والو لخوا د دړکو سره مخ دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:53:00 0:00
Direct link


ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG