لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورو سکرو په تورو درنگونو کې د ټیکیدارۍ تور نظام


د کولې د مزدورانو د تنظیم یو مشر عبدالرحیم میرداد خیل وايي د کان حادثو ذمه واره حکومت او د کانونو مالکان دي. دده په خبره د ټیکیدارۍ نظام د کولې مزدوران زیات ځپلې دي کم معاش، د ژغورنې د سامان غیر موجودگي، د اړونده چارواکو بې غوري، روغتیائي، خوراکي، استوگنې او د نورو اسانتیاو نیشتوالی د مزدورانو ژوند د عذاب سره مخ کړی دی
د کولې د مزدورانو د تنظیم یو مشر عبدالرحیم میرداد خیل وايي د کان حادثو ذمه واره حکومت او د کانونو مالکان دي. دده په خبره د ټیکیدارۍ نظام د کولې مزدوران زیات ځپلې دي کم معاش، د ژغورنې د سامان غیر موجودگي، د اړونده چارواکو بې غوري، روغتیائي، خوراکي، استوگنې او د نورو اسانتیاو نیشتوالی د مزدورانو ژوند د عذاب سره مخ کړی دی

د پاکستان ناکراره بلوچستان ایالت په دوکۍ سیمه کې د کولې په درنگ کې ورستۍ پیښې یو ځل بیا د پاکستان د کانونو په صنعت کې د ژغورني د سامان الاتو په شتون، د مزدورانو د معاش، د ژوند اسانتیاو او کانونو په قانون پوښتنې راپورته کړې دي.

په دوکۍ د سونگو د ډبرو په کان کې د گازو د چاودنې له امله اته مزدورانو ژوند دلاسه ورکړی او ١٥ نور بې هوشه شو. دغه پیښه تیره هفته رامېنځته شوې وه. د مزدورانو مړي د پېښې نه څلور ورځې ورسته راویستل شو.

د کولې د مزدورانو د تنظیم یو مشر عبدالرحیم میرداد خیل وايي د کان حادثو ذمه واره حکومت او د کانونو مالکان دي. دده په خبره د ټیکیدارۍ نظام د کولې مزدوران زیات ځپلې دي کم معاش، د ژغورنې د سامان غیر موجودگي، د اړونده چارواکو بې غوري، روغتیائي، خوراکي، استوگنې او د نورو اسانتیاو نیشتوالی د مزدورانو ژوند د عذاب سره مخ کړی دی.

د بلوچستان په کانونو کې شا ؤ خوا یو لک کسان مزدوري کوي چې پکې زیاتره د سوات، شانگلې، کوهستان او د بلوچستان ځائې خلک دي. د کار گرانو نړي وال سازمان، ايي ایل او، وايي د بلوچستان په درنگونو کې د مزدورانو وضعیت ډیر خراب دی او زیاتره په ټیکدارۍ نظام کې را ښکیل دي چې پېشگي پیسې يي اخېستې وي او ټول عمر هم دغه پیسې ادا کوي.

له شانگلې څخه د واکمن مسلم لیگ (ن) له خوا د قامي اسمبلۍ غړی ډاکټر عبادالله وايي ټوله نړۍ کې کانونه په سائنسي بنیاد کینل کیږي چې پکې د مزدور د صحت او حفاظت زیات خیال ساتل کیږي خو پاکستان کې دا کار برعکس دی.

ډاکټر عبادالله وايي پخپله دوکۍ ته تللی او د کولې د مزدورانو خراپه وضعه يي لیدلې او اوس هڅه کوي چې پارلیمنټ ته د مزدورانو د معاشونو، ژغورنې او ښه ژوند لپاره یو نوی قانون وړاندې کړي.

پاکستان کې د کانونو دپاره د برطانوي هند یو قانون چې کال ١٩٢٣ کې عملي شوی وو د لږ ډیر بدلون سره اوس هم عملي دی چې پکې د مزدورانو تر ډیره حده حفاظت شوی خو د ټیکیداري نظام په باب په دغه قانون کې څه نه دي ویل شوي هم دا ډول په یوه حادثه کې د مزدورانو د ژوند معاوضه هم پکې د ١٩٢٣ په حساب ده.

په بلوچستان کې د مائېنونو د حکومتي ادارې چیف انسپکټر افتخاراحمد وايی په کانونو کې د مزدورانو د ژوند ژغورنې الات ډیر گران دي او حکومت نشې کولی چې هر کان ته يي ورکړي. نوموړی وايي مزدوارن، کان مالکان او د مزدورانو تنظیمونه ددې مسئول دي چې ولې دغه کانونو کې کار کوي؟

د کولې د درنگونو په باب د ډیوه ریډیو تفصیلي بحث دلته اوریدلی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:51:42 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG