لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوبۍ : اسټريليا د پاکستان نه دوهم يو ورځنی مېچ هم وگټو


د پاکستان او اسټريليا ترمينځ د يو ورځني درې مېچونو سيريز په لمړي مېچ کې ، او د هغې نه وړاندې په ټي ټوئنټي مېچ کې هم ماتې ورکړې وه
د پاکستان او اسټريليا ترمينځ د يو ورځني درې مېچونو سيريز په لمړي مېچ کې ، او د هغې نه وړاندې په ټي ټوئنټي مېچ کې هم ماتې ورکړې وه

په دوبۍ کې روان د درېو مېچونو د سيريز په دوهم يو ورځني کرکټ مېچ کې د اسټريليا لوبډلې پاکستان ته په ۵ وکټو ماتې ورکړه ، او د مېچ گټلو سره يي د يو ورځنو مېچونو سيريز په خپل نوم کړو . اسټريليا له دې وړاندې پاکستان ته په يواځيني ټي ټوئنټي کې هم ماتې ورکړې وه .

دوبۍ کې ترسره شوي د پاکستان او اسټريليا ترمينځ دوهم يو ورځنې مېچ ټاس پاکستان گټلی ، او په لمړي بيټنگ کولو سره يې په ۴۹.۳ اوورو کې په ټولو لوبغاړو سوځېدو ۲۱۵ رنزونه جوړ کړي وو .

د اسټريليا ټيم د پينځه لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۳.۲ اوورو کې ټاکلی هدف ۲۱۷ رنزونه پوره کړل ، او مېچ يې په خپل نوم کړو . د اسټريليا لخوا مېگزول په ۸۱ بالونو ۷۶ رنزونه ، وارنر ۲۹ ، بېلي ۲۸ او فاولکر په ۲۶ رنزونو سره ناټ اؤټ پاتې شو .

د پاکستان لخوا زوالفقار بابر په ۱۰ اوورونو کې ۵۲ رنزونه ورکړل ، او دوه وکټې يي واخستې . محمدعرفان او رضاحسن يو يو وکټ واخستو .

د پاکستان اوپنرانو په لمړۍ کې د ښه بينټگ مظاهره کړې وه ، سرفراز احمد په ۶۵ رنزونو او احمدشهزاد په ۶۱ رنزونو اؤټ شوی وو ، خو په نورو لوبغاړو کې يو هم په غوره بيټنگ کولو کې نه ؤ بريالی شوی .

اسد شفيق ۲۹ رنزونه ، فواد عالم ۲۰ ، کپتان مصباح الحق ۱۵ او شاهد افريدي يواځې ۲ رنزونه جوړ کړل .

د اسټريليا لخوا ايم جي جانسن درې وکټې او نورو څلورو باؤلرانو يو يو وکټ اخستی ؤ . د پاکستان درې لوبغاړي رن اؤټ شوي وو .

د پاکستان او اسټريليا ترمينځ د يو ورځني درې مېچونو سيريز په لمړي مېچ کې ، او د هغې نه وړاندې په ټي ټوئنټي مېچ کې هم ماتې ورکړې وه . د دواړو ټيمونو ترمينځ يو ورځنی درېم مېچ به په ۱۲م اکتوبر ابوظهبې کې کيږي . د دواړو لوبډلو ترمينځ دوه ټېسټ مېچونه په ۲۶م او ۳۰م اکتوبر هم ټاکل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG