لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان او طاهرالقادري د انقلاب وروسته پاکستان؟


لکه د خیالي پاچاهۍ په شان ، نوي پاکستان کې به هم زمری او ګډه په یو اخور اوبه څښکي
لکه د خیالي پاچاهۍ په شان ، نوي پاکستان کې به هم زمری او ګډه په یو اخور اوبه څښکي

که تقریرونه او ویناوې د راتلونکي پاکستان نقشه جوړوي نو په دی کې هیڅ شک نشته چې د عمران خان او د مولانا طاهر القادري لخوا جوړ شوي انقلاب وروسته داسې ښکاري چې ټول پاکستان به د ډاکټر اقبال په دی شعر برابر شي.

ایک ہی صف میں کہڑے ہوگئے محمود و ایاز

نہ کویی بندہ رہا نہ کویی بندہ نواز

لکه د خیالي پاچاهۍ په شان ، نوي پاکستان کې به هم زمری او ګډه په یو اخور اوبه څښکي. ناروغان به ډاکټرانو ته فېس نه ورکوي، دواګانې به ویړیا وي.

په کراچۍ ، لاهور، پېښور، کوېټه، فېصل آباد او نورو ښارونو کې به د شپې په لارو کوڅو بې وسه دیاړي ماران نه څملي. د پاکستان پوځ کې به سندیانو، بلوڅانو، پښتنو او پنجابیانو ته یو شان نوکرۍ ورکول کېږي او نه به ریټاېرډ پوځیان بیا په غټو څوکیو کېنول کېږي.

د ګني، غنمو او تماکو بېعې به د ملونو مالکانو، لویو سوداګرانو او دخوارو کرونده ګرو په مرضۍ مقرر کیږي. د بهر ملکونو نه ورغلي مالي امدادونه به د سیاسي ګوندونو د مشرانو این- جي اوز سره سره د خېر ښېګړې نورو غیر حکومتي ادارو ته په مساوي توګه ورکول کېږي. د رایونډ د محل په ګډون د بني ګاله محل به هم ریاستي ودانۍ ګرځول کیږي.

پښتون به پښتون، سندی به سندی، بلوڅ به بلوڅ، سراېکي به سراېکي، پنجابی به پنجابی نه پاتې کیږي. ټول خلک به پاکستانیان وي. نوری صوبې به جوړیږي او هرې صوبې ته به په خپلو وساېلو اختیار وي.

پارلمان به داسې نه وي لکه دا چې دی. د مولانا فضل الرحمان، نواز شریف، زرداري، بهټو، اسفندیارولي، محمود خان اچکزۍ، خواجه فلانی، چودهری فلانی، سردار فلانی او داسې نور نومونه او شخصېتونه به د پارلیمان غړي نه وي. نوي پارلیمان کې به په آرټېکل۶۲م/۶۳م برابر شېخ رشید، مخدوم جاوید هاشمي، پرویز خټک، شاه محمود قرېشي، عاېشه ګلالۍ، جهانګېر ترین، اعظم سواتي او د دوي په شان نور انقلابیان کېني.

د دوي د برکته به انصاف هر چا ته د کور په درشل ورکول کیږي. هر دولسم، څوارلسم، یا شپاړسم پاس ته به د هغه د قابلېت په حساب نوکرۍ ورکول کیږي. کونډې غریبان او بې وزله به هر میاشت د سرکار د کور نه پېسې اخلي. د کرپشن پرضد خو به سختې فېصلې کیږي. غل ته به د غل سزا ورکول کیږي. پولېسو که چا نه پېسې واخستې – یا کوم وزیر مشیر په ټېکه کې پېسې ووهلې او یا وزیراعظم خپل خپلوان ، یاران دوستان په نوکرۍ کړل نو که نور هیڅ هم نه وي. استعفا خو به سم دستي ورکوي.

ټېپر، مولۍ، غوښه، چرګ، مڼه، آم، تورۍ، تېل، مالګه، چېني دا او د خوړلو هر شی به هر څوک اخستې شي. د دې ټولو توکو بېعې به دومره ټېټې وي. چې د خښتو په بټۍ کې د ورځې په سل روپۍ کار کونکې مزدور به يې هم اخستې شي. د غریب او مالدار بچي به هم په یو سکول کې سبق واېي.

دا امکان هم شته چې په زوړ پاکستان کې موجود ټول کورونه به ورانول کیږي. او د هغې پرځایې به هر چا ته د دواو کوټو یو شان کورونه ورکول کیږي. چې دغه شان ټول خلک برابر کړل شي. د آېین او قانون واکمني به وي. پارلیمان به سربالا وي. پوځ به افغانستان، امریکې، هند او کورنیو چارو کې د پارلیماني تګلارې تابع وي. که پارلیماني لیډر وغواړي نو د آېین او قانون سرغړونکي پوځي جنرال ته به سزه هم ورکولی شي. هیواد به د سولې غونډۍ وي او کوم طالب به په ځان پسې په تړلي بم معصوم خلک نه وژني.

او دا يې لا څه کې چې سپې به پکې هم اوږی یا تګی نه اوده کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG