لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا پاکستان به هیواد کې د نورو ٢ کلونو اجازه ورکړي؟ د افغانانو فکرمندي


د روان کال اتو میاشتو کې پنځوس زره افغانان په خپله خوښه خپل هیواد ته واپس تللي دي او څوک چې هم د یو این ایچ سي آر د لیارې واپس ځي یو این ایچ سي آر هغوي سره د دوو سو امریکایي ډالرو مرسته کوي او دا لړۍ به د کال تر اخیره جاري وي
د روان کال اتو میاشتو کې پنځوس زره افغانان په خپله خوښه خپل هیواد ته واپس تللي دي او څوک چې هم د یو این ایچ سي آر د لیارې واپس ځي یو این ایچ سي آر هغوي سره د دوو سو امریکایي ډالرو مرسته کوي او دا لړۍ به د کال تر اخیره جاري وي

د حکومتي او د ملگرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشن یا یو این ایچ سي آر د شمیرو تر مخه دا وخت پاکستان کې پنځلس لکه رجسټرډ افغان کډوال اوسیږي چې لس لکه یې خیبر پښتونخوا او باقي نور د هیواد نورو برخو کې میشته دي. دهاغو افغان کډوالو چې کوم قانوني اسناد نه لري دقیقه شمیره نه ده معلومه خو ویل کیږي ددوي شمیره به د شپږو نه تر اتو لکو پورې وي.

پاکستان رجسټرډ افغانانو ته د روان کال (۲۰۱۵) اخیره پورې دلته د اوسیدو اجازه ورکړې وه او دوي ته یې د اوسیدو ځانگړي کارډونه جاري کړي وو خو اوس چې دې موده کې فقط څلور میاشتې پاتې شوې دي افغان کډوال نه پوهیږي دې موده کې به نوره اضافه وکړی شي که نه.

دې لړ کې پیښور کې میشته یو افغان حاجي ادم خان ډیوه راډیو ته وایي دلته د پنځو دیرشو کلونو تیرولو باوجود خلقو مونږ نه یو قبول کړي او کله چې هم افغانستان کې سوله راشي مونږ به خپل وطن ته واپس لاړ شو. وايي ټاکل شوې نیټې پورې به د افغانانو واپسي یو مشکل کار ځکه وي چې یو خو افغانستان کې امنیتي وضع ښه نه ده او بل اکثره دلته کاروبارواو تجارت لري.

البته د اگست په ۲۱ مه نیټه کابل کې د پاکستان، افغانستان او یو این ایچ سي آر چارواکو د افغان کډوالو په بابله یوه غونډه شوې ده او د یو این ایچ سي آر ویانده میرمن دنیا اسلم خان ډیوه راډیو ته وایې غونډه کې د افغانستان حکومت کډوالو لپاره د نورو دوو کالو د سیوا کولو وړاندیز وکړو خو د پاکستان حکومت لا حتمي پریکړه نه ده کړې چې دې کې به څومره اضافه وکړي او وفاقي کابینه به فیصله کوي چې د اضافې په صورت کې به ایا زاړه کارډونو باندې نوي مهرونه لګوي او که نه نوي به جوړوي.

بل خوا د خیبر پښتونخوا حکومت وفاق ته گیله کړې ده چې د افغان کډوالو لویې شمیر دې صوبه کې وسیږي او زیات زیان یې هم ددې صوبې خلقو ته رسي خو وفاق په دې حقله کړنلاره جوړولو کې صوبه اعتماد کې نه ده اخستې. خو افغان کډوال وایي اتیایمه لسیزه کې به نړیوالو ادارو او هیوادونو دوي سره کومک کولو خو اوس ددوي دلته کاروبارونه دي، حکومت ته باقاعده ټیکس ورکوي او ددې هیواد چې کوم شیان یا مراعات استعمالوي د هغې قیمت ورکوي او د پاکستان اقتصاد لپاره تاواني نه بلکې گته ور دي.

هر څو که زیاتره افغانان په دې طمع دي چې د پاکستان حکومت به دلته ددوي پاتې کیدو موده کې د اضافې اعلان وکړي خومیرمن دنیا اسلم خان وایې د روان کال اتو میاشتو کې پنځوس زره افغانان په خپله خوښه خپل هیواد ته واپس تللي دي او څوک چې هم د یو این ایچ سي آر د لیارې واپس ځي یو این ایچ سي آر هغوي سره د دوو سو امریکایي ډالرو مرسته کوي او دا لړۍ به د کال تر اخیره جاري وي. زیاتوي که د پاکستان حکومت د کډوالو دلته د پاتې کیدو موده کې دوه کاله اضافه اعلان کړه نو یو این ایچ سي آر به هم دغه پروگرام تر کال دوه زره اولسم پورې وغزوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG