لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د 3G او 4G ټيکنالوجۍ د لائسنس دپاره د نيلامۍ بولي


د فور جي ټيکنالوجۍ د انټرنيټ رفتار بيا د تهري جي نه ۲۰ چنده زيات دی ، خو د ټو جي نه د تهري جي او بيا د تهري جي نه د فور جي قيمت هم زيات دی .
د فور جي ټيکنالوجۍ د انټرنيټ رفتار بيا د تهري جي نه ۲۰ چنده زيات دی ، خو د ټو جي نه د تهري جي او بيا د تهري جي نه د فور جي قيمت هم زيات دی .
د پاکستان پايه تحت اسلام اباد کې د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټۍ (پي ټي ای ) د سيوري لاندې د تهري جي او فور جي ټيکنالوجۍ د لائسنس دپاره نيلامي روانه ده . د نيلامۍ څلور مرحلې سرته رسيدلي ، او راپورونه وايي تراوسه پورې بولي ۹۰ کروړه ۲۸ لاکهه او ۲۰ زره ډالره ته رسېدلي ده .
د تهري جي او فور جي ټيکنالوجۍ د لائسنس په نيلامۍ کې د موبائيلو څلور ملکي کمپنۍ برخه اخلي . او دا لائسنس به د ۱۵ کالو پورې وي .
د تهري جي اسپيکټرم د لائسنس بنيادي قيمت ۲۹۵ مليينه ډالره او د فورجي لائسنس قيمت ۲۱۰ مليينه ډالره دی . د راپورونو ترمخه د تهري جي د نيلامۍ وروستو به د فورجي نيلامي کيږي .
د پي ټي ای په وينا د دې نيلامۍ نه پاکستان ته د يو ارب ډالرو نه د زياتې گټې طمع کيږي .
د نيلامۍ بولي په برقي آلو کولی شي او د پي ټي ای د چارواکو په وينا نيلامۍ کې د بولۍ گټونکي اعلان به هم په برقي آلو کولی شي .
د بولۍ گټونکی به د قيمت ۵۰ فيصده ادائيگي په ۳۰ ورځو کې او پاتې نوره په ۵ کاله کې کوي .
د پي ټي ای چيئرمېن ډاکټر اسماعيل وئيلي چې د تهري جي او فورجي لائسنس د نيلامۍ دپاره بولي کوؤنکو د بنيادي قيمت نه زيات پيش کش کړی دی .
تهري جي ټيکنالوجي
د تهري جي مطلب تهرډ يا درېم جنرېشن والا ټيکنالوجي ده . د دې ټيکنالوجۍ سره د انټرنيټ تېزوالی لس چنده سېوا کيږي . د دې نه علاوه د تهري جي سره په موبائيل ويډيو کالونه او ټيلي ويژن چينلی هم کتلی شي ، او په موبائيل فلمونه يا ويډيو کتل او د گيمونو رفتارتيزيدلو سره تيز ډاؤ لوډنگ کېدی شي .
پاکستان کې دا وخت ټو جي ټيکنالوجي کاريږي ، چې دا د تهري جي په مقابله کې ډېره کمزورې ده ، په ټوجي باندې په موبائيل ټيليفون يواځي خبرې کيږي ، پيغامونه او عکسونه ليږل کيږي . دغه رنگ ټو جي ټيکنالوجي د ۳۰ نه تر ۹۰ کلوبائټس پورې په يو سيکنډ کې ډيټا ليږي او د دې په مقابله کې تهري جي ټيکنالوجۍ باندې د ډيټا ليږلو رفتار د ۲ نه تر ۳ ميگابائټ پورې په يو سيکنډ کې رسي .
د فور جي ټيکنالوجۍ د انټرنيټ رفتار بيا د تهري جي نه ۲۰ چنده زيات دی ، خو د ټو جي نه د تهري جي او بيا د تهري جي نه د فور جي قيمت هم زيات دی .
د انټرنيټ دغه تېزه ټيکنالوجي چې پاکتسان کې يې نن بولي وشوه ، په نړۍ کې د نن نه ۱۳ کاله وړاندې معرفي شوې وه .
تهري جي تيکنالوجي په لمړي ځل جاپان کې نيپن ټيلي گراف اينډ ټيلي فون نومي کمپنۍ په کال ۲۰۰۱ کې په تجارتي بنيادونو معرفي کړې وه .هم په دغې کال يورپ کې او بيا په مئ ۲۰۰۲ کې جنوبي کوريا ته دغه ټيکنالوجي ورسېده .
په جولائي ۲۰۰۲ کې امريکې او په جون ۲۰۰۳ کې دغه ټيکنالوجي اسټريليا ته ورسېده ، د هغې وروستو چين ، هند ، شام ، عراق ، ترکي ، کينيډا او بنگله دېش سره نن د نړۍ په ۱۳۰ هيوادونو کې د تهري جي ټيکنالوجي نه خلک استفاده کوي .
راپورونه وائي دا وخت په نړۍ کې د يوارب نه په زياتو موبائيلو باندې د تهري جي سروس نه خلک فائدې پورته کوي . جاپان کې ۸۱فيصده ، امريکا کې ۸۰فيصده او جنوبي کوريا کې د ۷۰فيصده نه زيات موبائيل استعمالوؤنکي تهري جي ټيکنالوجي کارئ .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG