لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند او پاکستان په پوله ډزو کې پينځه کسان وژل شوي


پاکستان د پېښې غندنه کړې او هند ته يي احتجاج کړی دی .
پاکستان د پېښې غندنه کړې او هند ته يي احتجاج کړی دی .

د راپورونو ترمخه د هند او پاکستان په گډه پوله نښتو کې پينځه کسان وژل شوي ، او د هند سرحدي ځواکونو د څلورو پاکستاني عسکرو د وژنې وئيلي دي . خو پاکستان وايي د هندي ځواکونو په ډزو کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي .

روئيټرز خبري اداره د هند د سرحدي ځواکونو د يو چارواکي راکېش شرما د قوله وايي ، د شوور په ورځ جمو کشميرکې په نړيواله پوله د يو هندي عسکر د وژنې وروستو دويي ځوابي کاروايي کړې ده .

چارواکي وئيلي د هند سرحدي ځواکونو په کلکه ځواب ورکړی ، او ماښام يي د سامبا په سېکټر د پاکستان د رېنجرو څلورعسکر وژلي دي .

شرما وئيلي د پاکستاني عسکرو په خواست دويي ډزې ودورلي او هغويي خپل مړي وړلي دي .

بل لورته د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د شورو په ماښام شکر گړهـ سېکټر باندې د هند د سرحدي ځواکونو په ډزو کې د چناب رېنجر دوه عسکر وژل شوي وو .

د پاکستان د رېنجر چارواکو په وينا د شورو په ورځ د هند د سرحدي ځواکونو لخوا په شکر گړهـ سېکټر باندې دويي ته د فلېگ ميټنگ بلنه ورکړی شوې وه ، او چې کله د رېنجرو عسکر ټاکل شوي ځايي ته ورسېدل نو د هند سرحدي ځواکونو پرې ډزې پېل کړې ، چې په نتيجه کې يې نائيک محمد رياض او لانس نائيک صفدر ووژل شو .

پاکستان د پېښې غندنه کړې او هند ته يي احتجاج کړی دی . د دفتر خارجه ترمخه د شور په ورځ د هند ډپټي کمشنر راغوښتل شوی د هندي ځواکونو د ډزو غندنه شوې ، او پاکستان وئيلي چې د هند لخوا ډزې په لائن اف کنټرول د ډز بندۍ خلاف ورزي ده .

راپورونه وايي وس هم په پوله په دمې دمې سره د دواړو خواؤ نه د ډزو سلسله روانه ده .

د پاکستان او هندوستان په مينځ کې د کشميرلانجمنې علاقې تقسيموؤنکې پولې (لائن اف کنټرول) باندې په کال ۲۰۰۳م کې د ډزبندۍ معاهده شوې وه ، ولې د هغې باوجود وخت په وخت د دواړو خواؤ نه په يو بل د ډزو کولو او معاهدې د خلاف ورزۍ تورونه لگي .

تېر کال په دغې پوله د دواړو طرفونو نه په يو بل د ډزو څو پېښې رامنځته شوي ، چې پکې مرگ ژوبلې هم رامنځته شوې وې ، او په دغو پېښو د دواړو هېوادونو ترمينځ اړيکې ترينگلې شوې ، او بيا د سيکرټريانو په سطح ټاکل شوی ملاقات پکې هم ځنډول شوی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG