د پاکستان د پوځ سرلښکرجنرال راحيل شريف نن د اتوار په ورځ بيجنگ کې د چين د سنټرل ملټري کمېشن د مرستيال مشرجنرال فان چنگلنگ سره ليدلي دي .
د پاکستان سرکاري ميډيا د پوځ د مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي ار لخوا وئيلي ، چې جنرال فان د ضرب عضب اپرېشن ستائينه کړي ، او دا يې د ترهگرو په ضد کلکه او بلاامتياز کاروايي بللې ده .
جنرال فان د ترهگرۍ په ضد د قامي يو والي او د دغې ناسور خلاف جنگ کې د پاکستان قربانۍ او هڅې ستائيلي دي ، او په دغې لړ کې يې پاکستان سره د چين د پوره مرستې باور ورکړی دی .
د پوځ د مطبوعاتي څانگې ترمخه چيني جنرال ـ چين او پاکستان سټراټيجيکي شراکت دار او مهمه گاونډيان بللي ، کوم چې د ورورولۍ په رشته تړلي دي .
د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په دغه مهال وئيلي ، د قوم په مرسته پوځ ژمن دی ، چې د ملک نه به د ترهگرۍ خاتمه وکړي او د خپلې خاورې نه به د ترهگرۍ د خاتمې پورې تر اخري حده لاړ شي.
جنرال راحيل شريف د خالي په ورځ په دوه ورځنۍ دوره چين ته تلی ، او راپورونه وايي نوموړی به خپله دوره کې د چين د سياسي او پوځي مشرانو سره د دواړو هيوادونو ترمينځ په دفاعي اړيکو خبرې اترې کوي .