لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باراک اوباما: د دولت اسلامي په ضد جهگړه بل پړاؤ کې داخله شوې


صدر اوباما وئيلي ، د تندروه ډلې دولت اسلامي په ضد جهگړه نوي پړاؤ کې داخل شوې ده .
صدر اوباما وئيلي ، د تندروه ډلې دولت اسلامي په ضد جهگړه نوي پړاؤ کې داخل شوې ده .

د امريکې صدر باراک اوباما وئيلي ، عراق کې د امريکايي عسکرو د شمېرې دوه چنده کولو د هغه دا فېصله دې پله اشاره ده ، چې د تندروه ډلې دولت اسلامي په ضد جهگړه نوي پړاؤ کې داخل شوې ده .

باراک اوباما دغه خبرې د يو امريکايي ټيلي ويژن ٫٫ سي بي اېس ٬٬ په نيوز پرواگرام ٫٫ فېس دې نېشن ٬٬ کې کړي دي .

د عراق نه د امريکايي پوځ بيرته راغوښتو وعده کوؤنکي صدر هلته د نورو ۱۵۰۰ عسکرو د لېږلو پرېکړه کړې ده ، کوم چې به د دولت اسلامي د وسله والو په ضد د جهگړې دپاره د عراقې ځواکونو د تربيت عمل نور تېزوي .

صدر اوباما وئيلي ، چې د امريکا په مشرۍ کې د دولت اسلامي په ضد فضائي عمليات گټور روان دي ، او د دغو عملياتو له کبله د تندلارو زور کم شوی ، او مخ په وړاندې تگ يي سست شوی دی .

د هغه په وينا هلته وس نوره جارحانه کاروايي شورو کېدی شي .

٫٫ وس مونږ ته د زمکني پوځ ضرورت دی ، د عراق زمکنی پوځ چې د تندلارو په مخه نيولو پېل وکړي ٬٬ .

د صدر اوباما ډېر ريپبلکن ناقدين د امريکايي او نړيواله ملاتړ باوجود د تندلارو په ضد د عراقي ځواکونو لخوا د هغويي د مخې نيولو په صلاحيت د شک څرگندونه کوي .

د کانگرېس ډېرل اسسا وايي چې ٫٫ کله چې د تېر عراقي حکومت لخوا پېدا کړی شوي شيعه ـ سني تفريق ته وکتلی شي نو د يو داسې پوځ يو ځايي کول ډېر گران شي ، څنگه چې پوځ پکار وي ٬٬ .

د هغه په وينا دا کتل لا وس پاتې دي چې ٫٫ چې کوم اته لاکه کسان مونږ تربيه کړي دي هغه جنگ کولو ته تيار دي کنه ٬٬ .

د پينټاگون وينا ده چې اضافي امريکايي ځواکونه به نهه عراقي بريگيډز او د کُرد پېش مرگه فورسز درې بريگېډو ته تربيت ورکوي .

د دولت اسلامي په ضد امريکايي فضائي عمليات دوام لري . عراق کې د امريکايي ځواکونو په شمېره کې د اضافې باوجود صدراوباما وايي چې دغه پوځيان به په جگړه کې برخه نه اخلي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG