لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوبل ادب جاېزه د بیلاروس میرمن الیکسیاوچ ګټلې


د نوبل امن جاېزی د روان کال د ادب جاېزه د بیلاروس سره تعلق لرونکې خبریالې سویتلانا الیکسیاوچ ګټلې.میرمن الیکسیاوچ په افغانستان کې د شوروي موجودګۍ او هلته د شورویانو په رویه او په چرنوبل کې د اېټمی تباهۍ په اثارو لېکل کړیدي.میرمن الیکسیاوچ ۱۴مه ښځه ده چې په ادب کې یې د نوبل جاېزه ګټلې.

نیویارک ټاېمز په خپل یو رپورټ کې لېکلي په کال ۲۰۱۲م کې د نیویارک ریویو اف بکس مجله کې پاکستاني خبریال احمد رشید د هغه خبریالانو ستاینه کړی وه چې دافغانستان د جګړې قېصې ېې لېکلي وی. احمد رشید لېکلي وو څنګه چې تمه وه په افغانستان کې د شوروي پوځ د رویې په اړه د نش برابر مواد موجود وو. هغه واېي یو کتاب چې یو څه د شوروي پوځیانو ذکرپکې وو. هغه د مېرمن الیکسیاوچ وو د کتاب نوم (Zinky Boys) وؤ.

پدغه کتاب کې مېرمن سویتلانا د عامو روسي پوځیانو مشکلاتو په اړه قېصې راټولې کړي او دا پوښتنه ېې هم کړی ده چې ولې شوروي پوځ هلته تللې وو. دا په دویم نړیوال جنګ او د کال ۱۹۷۹م نه تر کال ۱۹۸۹م پوری افغانستان باندی د شوروي روس د قبضې په ورځو کې د پاتې شوؤ نارینه او زنانو په حق کې د اواز پورته کولو، او په کال ۱۹۸۶ کې د روس په چرنوبل کې د اېټمي تباهۍ په اړه د خپلې لېک لپاره ډیره یاده ده.

۶۷ کلنه میرمن سویتلانا الیکسیاوچ د بیلاروس یوه ښځېنه خبریاله ده. د بیلاروس خلکو ژبه د پښتنو د ژبې پرتله ډیره کمه ده او په یوه وړه سېمه کې وېل کېږي. بل خوا پښتو ژبه په افغانستان او پاکستان او ځېني نورو هیوادونو کې وېل او لیکل کیږي. د بیلاروس ژبه کې د نوبل ادب لپاره نړیواله جایزه ګټل د "لېک" اهمیت ثابتوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG