لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لال مسجد مُلا عبدالعزيز د طالبانو او پوځيانو اتحاد غواړي


د لال مسجد مُلا د پاکستان د پوځ او طالبانو د يو کېدو دپاره دعاگانې غوښتي دي ، او هغه تل په ډاگه د مذهبي تندلارو او ترهگرو د ملاتړ دپاره بيانونه او نصيحتونه کوي .
د لال مسجد مُلا د پاکستان د پوځ او طالبانو د يو کېدو دپاره دعاگانې غوښتي دي ، او هغه تل په ډاگه د مذهبي تندلارو او ترهگرو د ملاتړ دپاره بيانونه او نصيحتونه کوي .

پېښور کې د نهې په ورځ سکول باندې په خونړي بريد کې چې د ۱۳۲ ماشومانو په گډون ۱۴۲ کسان وژل شوي وو ، او د دغې پېښې نه يواځې په پاکستان بلکې په گرده نړۍ کې په سختو ټکو کې غندنه شوې ، او پېښه کې ککړو عناصرو ته د سختې سزا ورکولو غوښتنې شوي دي .

نو بل لور ته په پلازمينه اسلام اباد کې د لال مسجد مُلا عبدالعزيز د جمعې د نمانځه په خطبه کې د پېښور په سکول شوي بريد کې د ماشومانو د وژنې غندنه کړې ، خو هغه په دغې پېښه کې د ککړو د طالبانو په اړه څه هم نه دي وئيلي .

د لال مسجد مُلا د پاکستان د پوځ او طالبانو د يو کېدو دپاره دعاگانې غوښتي دي ، او هغه تل په ډاگه د مذهبي تندلارو او ترهگرو د ملاتړ دپاره بيانونه او نصيحتونه کوي .

دغه رنگ د هېواد په نورو برخو او په ځانگړې توگه خېبرپختونخوا صوبه او بيا په پېښور ښار کې د جمعې د نمانځه په خطبو کې هم د ملايانو لخوا د د دغې خونړي بريد کوؤنکي وسله والو په ضد کوم غبرگون مخې ته نه دی راغلی .

پېښور کې په سکول شوي ترهگريز بريد کې د وژل شوؤ دپاره دعاگانې غوښتل شوي ، خو کوم يو مُلا هم په خپله وينا کې د ترهگرۍ په ضد څه نه دي وئيلي .

که څه هم ځينې مذهبي ډلو او علماؤ د پېښور د سکول پېښه د تورې ورځې په توگه نمانځلې ، خو په ډاگيزه توگه چا هم په دغې پېښه کې ککړو عناصرو ته د سزا ورکولو غوښتنه نه ده کړې ، او دغه خبره څرگندوي چې مذهبي تُندلارو ته په ملک کې څومره مرسته حاصله ده او خلکو ته د هغويي کوم مخ ښکاره کول کيږي .

پلازمينه اسلام اباد او کراچۍ کې د پخوانۍ لاقانونه گرځول شوې ډلې سپاه صحابه وسنۍ (اهل سنت والجماعت ) ډلې لخوا د پېښور د پېښې په ضد احتجاجي مظاهرې شوي ، خو په دغو مظاهرو کې هم پېښه کې د وژل شوؤ او ژوبلو دپاره دعاگانې غوښتل شوي ، او پېښه کې د ککړو لاسونو په ضد د څه وئيلو په ضد د هند او امريکې خلاف نعرې وهل شوي دي .

بل لور ته په گرد هېواد کې پېښور کې په سکول باندې د ترهگريز بريد په ضد په څلورمه ورځ هم د سياسي ډلو ، مدنې ټولنې اومذهبي لږکيو سره د ټولنې د نورو طبقو سره تعلق لرونکو خلکو د دغې پېښې په ضد لويې وړې احتجاجي مظاهرې کړي ، او په ډاگه يي په دغې پېښه کې ککړو عناصرو او د هغو ملگرو ته د پهانسۍ د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG