لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال نکولسن په افغانستان کې د نړیوالو عسکرو نوی مشر ټاکل شوی


په افغانستان کې د امریکائي ځواکونو مشر جنرل جان کیمپبل
په افغانستان کې د امریکائي ځواکونو مشر جنرل جان کیمپبل

لیفټننټ جنرال جان مک نکولسن څوک چې دا مهال د ناټو اتلاف زمکني کمانډ مشري کوي په افغانستان کې په داسې حال د ایساف عسکرو نوې کمانډر ټاکل شوې چې طالب وسله والو په دغه هیواد کې خپلې کاروایانې تندې کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک نن د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وېلي ښاغلي نکولسن د دې وړاندې هم په افغانستان کې خپل خدمات ترسره کړي. ښاغلي کوک زیاته کړی جنرال نکولسن په افغانستان کې د امریکا پوځي ضرورتونو باندې ښه خبر دی او هغه وړاندې په افغانستان کې د ایساف عسکرو د عملیاتو چيف اف سټاف هم پاتې وو.

د جنرال نکولسن د نوم پخلې به د امریکا سینیټ کوي هغه د امریکا د پوځ 75م رینجر ریجمنټ او 82م اېربورن ډویژن مشر پاتې شوی دی. هغه به د جنرال جان کیمپبل ځاېې نیسي څوک چې د تیرو ١٨و میاشتو راهسې په افغانستان کې د ایساف عسکرو مشري کوي او په نژدیو کې ېې د نوکرۍ وخت ختمیدونکی دی.

په افغانستان کې د پوځي واک دغه انتقال په داسې وخت کېږي چې دغلته امنیتي حالت ښه نه یادېږي. په وروستویو کې طالب وسله والو افغان ملي اردو ته سخت زیانونه هم اړولي. بل خوا هم په افغانستان کې د خود سره دولت اسلامي یا داعش ترهگرې ډلې پلویانو په ځینو سیمو کې هم خپل موجودیت ښودلی.

په افغانستان کې طالب وسله والو تیر کال غربي ښار کندوز هم د یو څو ورځو لپاره قبضه کړې وو او بیا د اتلافي پوځونو خصوصي دستو په مرسته افغان عسکرو د کندوز ښار بیا قبضه کړو. طالب وسله والو د هلمند ایالت ځینې اولسوالې هم نیولې وې او ایالتي سرښار لشکر گاه ته ېې هم خطر جوړ کړی وو.

په افغانستان کې د نړیوال پوځي مشن ویاند برېگیډېر جنرال ولسن سوفنر وېلي د طالب وسله والو پرضد جګړه کې د افغان عسکرو په ړومبي کال د دوي کارکردګي نه ډیره ښه او نه خرابه وه. جنرال ولسن زیاته کړی کله هم چې افغان عسکرو د عملیاتو لپاره تیارۍ کړي نو کارکردګي ېې ګټه وره پاتې شوې خوپه بیړني حالت کې ېې دښمن ته ځواب تکړه نه دی پاتې شوی.

په افغانستان کې خرابو امنیتي حالاتود امریکا صدر باراک اوباما هم په دې مجبوره کړی چې تیر کال د اکتوبرپه میاشت کې ېې فېصله کړی ړه امریکا به په کال 2016مکې په افغانستان کې خپل 9800 عسکر ساتي. ددغې وړاندې صدر اوباما اعلان کړی وو د کال 2017 م پورې به امریکا په افغانستان کې ترسلو پورې عسکر پریږدي او باقي پاتې عسکر به خپل هیواد ته ستنیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG