لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فټ بال ورلډکپ : هالېنډ ـ برازيل ته په ماتې درېم پوزيشن ترلاسه کړو


د هالېنډ او کوربه لوبډلې برازيل ترمينځ شوې د دغې لوبې په لمړي هاف کې هالېنډ دوه او په دوهم هاف کې يې يو گول وکړو
د هالېنډ او کوربه لوبډلې برازيل ترمينځ شوې د دغې لوبې په لمړي هاف کې هالېنډ دوه او په دوهم هاف کې يې يو گول وکړو

په برازيل کې روان د فټ بال نړيوال کپ ۲۰۱۴م کې د هالينډ لوبډلې کوربه برازيل ته په درې ۳- ۰ گولونو ماتې ورکړه ، او په نړيوال کپ کې يې درېم نمبر ترلاسه کړو .

د هالېنډ او کوربه لوبډلې برازيل ترمينځ شوې د دغې لوبې په لمړي هاف کې هالېنډ دوه او په دوهم هاف کې يې يو گول وکړو ، ولې د برازيل لوبډله په يو گول کولو کې بريالۍ نه شوه ، او د فټ بال ورلډ کپ څلورم نمبر ته لاړه .

د فټ بال روان نړيوال کپ کوربه ټيم برازيل ته په سيمي فائنل مېچ کې جرمني په ۷ـ۱ گولونو باندې تاريخي ماتې ورکړې وه .

د برازيل لوبډلې د فټ نړيوال کپ کې پرله پسې دوه ځله په سيمي فائنل او بيا د درېم پوزيشن ترلاسه کولو په مقابله کې ماتې وخوړه ، او په دغسې کولو يې په خپل کور د ۳۹ کالو د ماتې نه خوړو ريکارډ د لاسه ورکړو .

د فټ بال نړيوال کپ ۲۰۱۴م فائنل مېچ به نن د اتوار په شپه د جرمني او ارجنټائن ترمينځ کيږي .

د جرمني او ارجنټائن لوبډلې له دې وړاندې د ۱۹۸۶م او ۱۹۹۰م د فټ بال د نړيوال کپ په فائنل مېچونو کې يو بل ته مخامخ شوي ، او د فټ بال په تاريخ کې دا لمړي ځل دی ، چې کوم دوه ټيمونه په درېم ځل په فائنل کې د يو بل په ضد لوبېږي .

د جرمني لوبډلې له دې وړاندې درې ځله او ارجنټائن دوه ځله د فټ بال نړيوال کپ گټلی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG