لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وايې راتلونکې افغان حکومت سره به غوره اړيکي ولري


وزيراعظم نوازشريف وئيلي چې پاکستان به نه يواځې افغانستان کې د جمهوريت د ودې ملاتړ کوي ، بلکې د هېواد د نوي مشر سره به په گډه د سيمې د امن دپاره کار هم کوي .
وزيراعظم نوازشريف وئيلي چې پاکستان به نه يواځې افغانستان کې د جمهوريت د ودې ملاتړ کوي ، بلکې د هېواد د نوي مشر سره به په گډه د سيمې د امن دپاره کار هم کوي .
د پاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف افغانستان کې د ټولټاکنو په کاميابۍ ترسره کېدو باندې افغان صدر حامد کرزي ته مبارکي وئيلي ده ، اوافغانستان کې يې ټاکنې د افغان اولس جمهوري سفرکې تاريخې پړاؤ گرځولی دی .
وزيراعظم نوازشريف وئيلي چې پاکستان به نه يواځې افغانستان کې د جمهوريت د ودې ملاتړ کوي ، بلکې د هېواد د نوي مشر سره به په گډه د سيمې د امن دپاره کار هم کوي .
په داسې حال کې چې افغانستان کې د خالي په ورځ صدارتي او د ولايتې شوراگانو ټاکنې ترسره شوي ، او په نړيواله کچه هېواد کې د ټاکنو په پرامنه توگه د ترسره کېدو ستائينې شوي دي . د پاکستان چارواکو هم افغانستان کې په کاميابۍ مبارکې ورکړې او په هېواد کې يې د جمهوريت د ودې د ملاتړ وئيلي دي .
خو له دې وړاندې چې افغانستان کې د حامد کرزئ داقتدار په اوږده موده کې د افغان چارواکو لخوا پاکستان پرله پسې افغانستان کې په لاس وهنه او پټ په پټه د افغاني طالبانو په پياوړي کولو تورن کړل شوی .
څيړونکي وايې دا ځل چې افغانستان کې کومې ټولټاکنې ترسره شوي په دې کې پاکستان د خپلې خوښې کوم خاص اميدوار نه لرلو .
د افغانستان په ټولټاکنو کې تر ټولو زيات ووټونه يا رائي اخېستونکې ډاکټر اشرف غني ، ډاکټر عبدالله او زلمی رسول د خپل ټول انتخابي کمپائن په مهال پاکستان سره د اړيکو په اړه زياتره غلي پاتې شوي . څيړونکې د دې يوه وجه دا ښايې چې په افغانستان کې په تېرو وختونو کې د طالبانو د حکومت په جوړولو د پاکستان کردار د زياترو افغانانو د پاره د ناخوښۍ سبب گرځېدلی . او وس چې په سياسي توگه په افغانستان کې څوک په اولس کې ځان محدود کول غواړي ، نو د څيړونکو په وينا هغه ته به ځان د پاکستان څخه په ډډه ساتل وي .
خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سيمه کې د شريکو گڼو مفاداتو له امله دواړه هېوادونه اړ دي چې د اختلافاتو باوجود هم ځانونه د يو بل څخه په فاصله ونه ساتي .
د پاکستان د دفترې خارجه وياندې تسنيم اسلم هم په خپل يو بيان کې د افغانستان د ټاکنو په اړه وئيلي چې د پاکستان اولس په دې تاريخې موقع د افغان اولس سره دی چې افغانستان کې په پرامنه توگه نوی جمهوري بدلون راځي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG