لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیټو په افغان صدارتي امیدوارنو غږ کړی چې مفاهمت دې ترلاسه کړي


صدر براک اوباما د نیټو نور مشرانو سره د ویلز د نیټو په غونډه کې
صدر براک اوباما د نیټو نور مشرانو سره د ویلز د نیټو په غونډه کې

د نیټو سیکریټري جنرل انډرس فاگ راسموسن د افغانستان په دواړو صدارتي امیدوارانو غږ کړی چې د انتخاباتو په سر راپورته شوي لانجه دې حل کړي او زر دې اختلافات کړي د نیټو افغانستان کې د کال ٢٠١٥ د جنورۍ د میاشت نه د خپل کرادار ادا کولو جوگه شي.

ویلز کې د نیټو د سر مشرانو غونډې ته وینا کې انډرس فاگ راسموسن وویل چی تنظیم یی افغانستان کې د انتقال اخیري پړاؤ ته تیار دی او د ټاکلې شوي منصوبې د لاندې به خپل جنگي کردار د افغان ځواکونو تربيي او صلاحکارۍ ته واړوي.

خو هغه وویل نیټو افغانستان کې دغه کرادار تر هغه وخت پورې نشې ادا کولی ترڅو نوی افغان صدر هیواد کې د خارجي ځواکونو پرځائې کولو دپاره مجوزه معاهدې لاس لیک کړي.

د نوي افغان صدر د انتخاب دپاره د جون په میاشت کې شوي د ووټونو نتائج په انتخاباتو کې د درغلۍ د الزاماتو په وجه ځنډیدلې دي. او د ووټونو د بیا شمیرنې عمل څو میاشتې ورستو هم سر ته نه دی رسول شوی.

انډرس فاگ راسموسن ددې خبرې تصدیق وکړو چې دواړو افغان صدارتي امیدوارانو، اشرف غني او عبدالله عبدالله د نیټو ٢٨ سرمشرانو ته لیکلې شوي خط کې لوظ کړی چې زر به یو سیاسي مفاهمت ته ورسیږي.

انډرس فاگ راسموسن وویل "مونږ د افغانستان په دواړو صداراتي امیدوارانو غږ کوو چې زر دې پرامنه نتائج ترلاسه کړې چې افغان اولس ته د قبلولو وړ وي او چې څومره زر ممکن وي نو د خپلو ژمنو سره سم دې د امنیت تړونونه لاس لیک کړي."

د انډرس فاگ راسموسن د خبرو وړاندې د نیټو ٢٧ هیوادونو مشرانو او نورو چارواکو د افغانستان په هکله د دریو گنټو په غونډه کې برخه واخیسته. دغه هیوادونه یا خو افغانستان کې ځواکونه لري او یا د افغانستان سره بل ډول مرسته کوي.

د نیټو مشرانو افغانستان سره مالي مرسته جاري ساتلو او د افغانستان امنیتي ځواکونو ته وده ورکولو دپاره منصوبو ته رسمي شکل ورکړو.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG