لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې پينځه مشکوک وسله وال وژل شوي


سرچينې وايي بريد کې د طالبانو د گل بهادر ډلې پينځه وسله وال په نخښه شوي دي .
سرچينې وايي بريد کې د طالبانو د گل بهادر ډلې پينځه وسله وال په نخښه شوي دي .

د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې نن د خالي په ورځ د امريکايي بې پائيلټه ډورن الوتکې په يو بريد کې پينځه مشکوک وسله وال شوي دي .

د امنيتي سرچينو ترمخه دغه بريد د افغانستان پولې سره نزدې د شمالي وزيرستان دته خېل تحصيل په لوړه منډۍ سيمه کې شوی ، او په يو کور دوه ميزائيلي داغل شوي دي .

سرچينې وايي بريد کې د طالبانو د گل بهادر ډلې پينځه وسله وال په نخښه شوي دي .

شمالي وزيرستان کې له دې وړاندې د روانې مياشتې په لمړو کې د يو ډرون بريد او په هغې کې د القاعده د يو کمانډر پشمول د څلورو کسانو د وژنې خبر مخې ته راغلی ؤ ، خو پاکستانې چارواکو وروستو وئيلي ؤ ، بريد نه دی شوی .

د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د روان کال د جون د مياشتې راهسې د ضرب عضب په نوم د جنگيالو په ضد عمليات پېل کړي دي ، او پوځ ادعا کوي چې په سيمه کې ترسره شوؤ عمليات کې د ځايي او بهرنو جنگيالو په گډون نزدې ۱۲۰۰ وسله وال وژل شوي دي .

پاکستان تل د امريکايي بې پائيلټه ډرون بريدونو غندنه کوي ، او د خپلې خودمختارۍ په ضد يي گڼي ، خو امريکا ډرون د ترهگرۍ په ضد موثره وسله گرځوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG